ټولنه

د هټلر پټ انځورونه خپاره شول

د انګلستان مېرر ورځپاڼې د جرمني د نازي مشر ايډولف هټلر ځينې داسې نوي انځورونه خپاره کړي دي چې تر دې پخوا په رسنيو کې نه وو خپاره شوي. مېرر ورځپاڼه کاږي چې د هټلر دغه انځورونه ۹۰ کاله وړاندې د هغه د وينا له پاره د تمرين پرمهال وېستل شوي دي. هټلر د دغو انځورونو د نه خپرولو غوښتنه کړې وه.

ياده انګلستانۍ ورځپاڼه کاږي په ۱۹۲۴م کال کې، کله چې هټلر د ۳۴ کلنۍ پر مهال له زندان څخه واوت، هغه غوښتل چې ښه وينا زده کړي، تر څو پر خلکو تاثير ولري. د دې په خاطر هغه د وينا د زده کړې له پاره منظم کورس پيل کړ او په جرمني ژبه يې وينا تمرين کوله.

5741381fc36188160c8b4569

د هټلر دغه نوي خپاره شوي انځورونه ښکاره کوي چې د وينا د زده کړې پر مهال هټلر لاسونه خوځوي او مختلف حرکتونه تر سره کوي تر څو د يوه رهبر په څېر وينا وکړي او شايقين ډېر کړي.

57413867c36188160c8b456c

د يادونې وړ ده چې نازي مشر اېډولف هټلر په ۱۸۸۹م کال کې د اتريش په يوه وړوکي کلي کې زېږېدلی و. هټلر په ۱۹۲۳م کال کې د انقلاب هڅه وکړه، خو ناکام شو او دی په کې زنداني شو. هغه د زندان پر مهال خپل مشهور کتاب، زما جګړه، وليکه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button