خبرونهسلايډ

اجراییه رییس: د ملا منصور د وژل کېدو خبر باوري نه دی

ځينو رسنیو له پرون راهیسې خبر ورکړی چې د طالبانو مشر ملا منصور د افغانستان او پاکستان په پولې کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.

د بي‌بي‌سي په شمول ځینو نړیوالو خبري رسنیو د دې خبرې په اړه شک ښکاره کړی او تر دې دمه یې دغه خبره کره نه دی بللی. اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دې اړه ویلي چې د ملا منصور د وژل کېدو خبر تر دې دمه باوري نه دی او زیاته کړې يې ده چې له ده سره کوم کره شواهد نه شته دي چې د ملا منصور د وژل کېدو خبر ومني.

سپینې ماڼې همداراز د ملا منصور د وژل کېدو د خبر په اړه ویلي چې دوی په دې اړه کوم شواهد نه لري چې په دې دلالت وکړي چې ملا منصور دې د بې پیلوټه الوتکو په برېد کې وژل شوی وي.

طالب مشرانو هم په ځینو شخصي اړیکو کې دغه خبر بې بنسټه بللی او په دې اړه یې د کوم خبرپاڼې د خپرولو یې هم نه دي ويلي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button