روانې چارېسيمه او نړۍ

اسراييل عبدالفتاح سيسي «اسماني تحفه» بولي

د اسراييلي چارو څارونکی سلطان عجلوني وايي، چې د مصري ولسمشر عبدالفتاح سيسي په واکمنۍ کې د اسراييلو او مصر اړيکې د دوو ايتلافيانو پر ځای د سيسي او اسراييلي صدر اعظم د مينې تر کچې رسېدلي دي.

عجلوني الجزيرې تلويزون ته وويل، چې د اسراييلو په اړه د سيسي خوږې څرگندونې د دې لپاره دي، چې د امريکا او غربي هېوادونو ملاتړ ورخپل کړي.

تېره اوونۍ د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ويلي و، چې د اسراييلو او فلسطين روغه جوړه به د مصر او اسراييلو اړيکې هم د تل لپاره جوړې کړي.

د عجلوني له قوله اسراييلي واکمنان او سياستوال سيسي د اسراييلو لپاره «اسماني تحفه» بولي او د ده حکومت د اسراييلو تر ټولو غوره دوست ګڼي.

د عجلوني له نظره د فلسطيني ولس پر ضد د مصري او اسراييلي جنرالانو پوځي تمرينات کومه نوې خبره نه ده او له دوی همدا تمه کېدای شي.

واشنگټن کې د ووډرو ويلسن څېړنيز مرکز غړی دوکتور عبدالفتاح ماضي وايي، چې د مصر اوسنی حالت د عربي نړۍ د روان کړکېچ يوه برخه ده او عربي هېوادونو د خپل عربي ملت د گټو ستراتيژي له لاسه ورکړې ده.

د دوکتور ماضي له قوله د عربي ملت غوښتنه دا ده، چې د فلسطيني قضيې په اړه جدي گامونه پورته شي او له اسراييلي يرغلگرو څخه د فلسطينيانو حقونه واخيستل شي.

نوموړي په ډېره خواشنۍ وويل، چې عربي هېوادونه، په ځانگړې توگه مصر د فلسطين له قضيې سره بې وفايي او ظلم کوي، مصري چارواکي د خپلو شخصي موخو لپاره اسراييلي يرغلگرو سره هر ډول معاملې ته تيار دي او د خپل نظام بقا د امريکا او اسراييلو په خوښۍ او ملاتړ کې گوري.

دوکتور عبدالفتاح پر مصري چارواکو غږ کړی، چې اسراييلو سره د دوی مرسته او همکاري د مصر په زيان او د اسراييلو په گټه ده، دوی بايد د خپل مسووليت له مخې د فلسطين قضيه په سمه توگه تعريف کړي او د اسراييلو د يرغل پر وړاندې د فلسطينيانو تر څنگ ودريږي.

نوموړي همدا رنگه له ټولو عربي حکومتونو هم غوښتنه وکړه، چې اسراييلو سره هر ډول سياسي، اقتصادي، علمي او رسنيزې اړيکې پرې کړي او د فلسطيني قضيې د حل لپاره جدي هڅې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button