افغانستانسلايډ

روسيه افغانستان ته ۱۰ زره ميله کلاشنکوف ورکوي

ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو ۲۰ ورځو کې روسيه افغانستان ته ۱۰ زره ميله کلاشنکوفونه ورکړي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن شنبه رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې روسيې ته د ده د وروستي سفر پر مهال د دې هېواد چارواکو ژمنه وکړه، چې د افغانستان کورنيو چارو وزرات ته به ۱۰ زره ميله کلاشنکوفونه ورکړي.

مسلميار وايي، د افغانستان حکومت سره د روسيې د همکارۍ اندازه د پخوانيو کلونو په نسبت ډېره شوې ده.

د هغه په وينا روسيه نه غواړي په افغانستان کې د وسله والو ډلو پر خلاف مخامخ جګړه وکړي، ځکه به نو ياده وسله افغان ځواکونو ته ورکړي، څو د مخالفينو په ځپلو کې کار ترې واخلي.

د افغانستان چارواکي وايي، چې په راتلونکې کې به له روسيې څخه نوره ډېره نظامي مرسته هم ترلاسه کړي، چې جنګي الوتکې به هم په کې شاملې وي.

ياده دې وي، چې امريکا هم وړمه ورځ له افغانستان سره د ۶۵ بې پيلوټه الوتکو د مرستې ژمنه وکړه، چې نږدې وخت کې به يې افغان هوايي ځواک ته وسپاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button