هلمند کې امريکایي ځواکونو ته اکمالات رسوونکې يوه بهرنۍ الوتکه راغورځېدلې ده، چې له امله يې الوتکه کې سپاره نهه تنه وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د پېښې پخلی کړی. نوموړي رسنيو سره خبرو کې څرگنده کړې ده، چې دغه الوتکه تېره شپه ناوخته د تخنيکي ستونزو له امله راغورځېدلې ده. ياده الوتکه د اذربايجان وه او له «Silk Way» هوايي شرکته په کرايه اخيستل شوې وه، څو افغانستان کې ترې گټه پورته شي.
الوتکه کې سپاره درې يوکرايني، پنځه اذبايجاني او يو ازبک وگړی وژل شوي دي.
د اذبايجان د ملکي هوايي چلن ادارې ويلي و، چې د نړيوالې عملې لرونکې دغه الوتکه هلمند کې له «دوير» هوايي ډگره له پورته کېدو وروسته راولوېده. «دوير» پوځي اډه د هلمند گرمسېر ولسوالۍ کې ده او بهرني پوځيان په کې مېشت دي.
بل لور ته هلمند کې دا مهال د وسله والو طالبانو او بهرنيو او دولتي ځواکونو تر منځ توندې نښتې روانې دي، د دې امکان هم ليدل کېږي، چې الوتکه د وسله والو له لوري په نښه شوي وي، خو وسله والو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.