حکمتيار صاحب زغم وکړئ!
اکرام الدین واصل
انجنېر مطمئن هغه شناند دی چې نا کره خبره ډېره لږه کوي. د هېواد د سياسي کړيو په رابطه ژور نظر لري. صاحب نظر دی. شونې ده کومه خبره يې ډېره سمه نه وي، ځکه شننه عموما په تکهناتو(انګېرنو) بنا وي. مطمئن صاحب کوم تنظيمي سړی هم نه بريښي چې ځانګړی جهت ونيسي او ځانګړي جهت ته د مخالف په سترګه وګوري. زه خو خپله د ده په څېر شنونکی نه وينم چې له خبرو يې بهرنی بوی حس نه شي.
ازاده شننه او هره موضوع کې مټ خلاصې خبرې د ديموکراسۍ مهمه ګټه بلل کيږي. اوس که يو محلل غږيږي او هر تنظيم يا هر شخص کوښښ کوي چې د محللينو خولې وربندې کړي، نو بې پرې او نا پېيلې خبرې به څوک کوي؟
حکمتيار صاحب يوه خبره راسره ومنئ چې د افغانستان د سياسي څېرو تر منځه تر تاسې ډېر متنازع فيه شخص نه شته. ستاسې سياسي ژوند له ډېرو کړکېچونو ډک دی. عن په علمي کار کې هم تاسې محاذ ارايي غوره کړې. همغه موضوعاتو کې ليکل کوئ چې معرکه افروزه وي.
که څوک درباندې نقد کوي يا مو کومې خبرې سره موافق نه وي، نو پر وړاندې يې ستاسو دېرش کاله پخوانی موقف ډېر نا چله بريښي. تاسو بايد ذهنا دې ته تيار واوسئ چې کابل کې اوس فضاء ډېره بدله ده. ديموکراسي حاکمه ده. تلوېزيونونه به مو کارتوني فلمونه خپروي. ستيج لوبغاړي به مو پېښې کوي. مجلې او اخبارونه به درپسې غږيږي، د دې ټولو خلکو خولې نه شئ تړلی.
تر ټولو مهمه خبره در په زړه کوم. کابل له همغو کمونستانو ډک دی چې تاسو وژلي، وهلي او رټلي. اوس د همزيستۍ فضاء ده. يو بل به زغمئ او سره له نقده به يو بل زغمئ. ممکن کوم کمونست سره ګردي مېز کې مخامخ شئ، کوم کنفرانس کې، سيمينار کې، واده يا فاتحه کې، خو هغه وخت نه دی چې يو بل سره ووهئ. اوس يوه لار ده؛ يوازې زغم او بس.
بله درته ووايم. هماغه وخت چې تاسو کمونستانو سره د الله جل جلاله پر وجود بحث کاوه، اوس به يې بيا تازه کوئ. اوس بيا کابل دغه خلکو نيولی، سينه پراخه ساتئ او سوله ييزې مبارزې سره ځان اشنا کړئ. دا ځل به تاسې کابل کې نورې خبرې هم واورئ او مخامخ به يې واورئ او شونې ده کومه نرمه نازکه لطيف الجنسه درته کوم تالار کې درولاړه شي او ږيره مو مسخره کړي، جنګي جنايتکار مو وبولي، لاسونه مو د ملت په وينو ککړ وګڼي، مګر تاسې به نه هيجاني کيږئ بلکې په ارامو مغزو، قرار طبيعت او پسته لهجه به تعامل کوئ. همدا نن ۱۹ / ۵ / ۲۰۱۶ مې خبرونه کتل چې د بشر حقوقو کمېسيون ستاسې په اړه خبرداری ورکړی چې سړی په جنګي جنايتونو تورن دی بايد پوښتنه تري وشي. دا نو هغه پسته لهجه ده، شونې ده کومه جراره درپاڅي او ښه مو وڅنډي، خو ديموکراسي ده نو!
رښتيا دې ته به هم پام کوئ چې کابل کې درسره دا خبره څوک نه مني چې امريکايان دې ووځي. اشغال دې پای ته ورسيږي ځکه کابل مېشتي په دې ګروهه نه دي چې هېواد اشغال دی. که دا خبرې کوئ همدا د کونړ نامعلومه سر درې درته ښې دي چې د شاهين په څېر په کې ازادانه الوت وکړای شئ. کابل کې خلک د دې خبرو زغم نه لري، عن امريکايان چې تر ټولو ديموکرات دې هم دې خبرې سره مخالف دي!
زه خو چې ستاسو موقف او نفسياتو ته ګورم دا راته ډېره عجيبه بريښي چې تاسو کابل کې سوله ييز پاتې شئ. که ځان د اصلاحيانو په څېر ناګاره نيولای شئ، هغه دی ګني په دې ترخه لهجه او نا قراره نفسياتو کابل کې وخت نه تيريږي. له بده مرغه چې تاسې ځان هر څه بولئ، مګر خلک بيا درته هيڅ قايل نه دي، ښه به دا وي چې داسې لار غوره کړئ چې لومړی ځان ثابت کړئ، بيا که هر ډول لار غوره کوئ وجود به مو ثابت وي.
حکمتيار صاحب کابل اوس د داسې خلکو ځای دی چې نه پر ځان وي نه پر جهان. که دی خبرو لاندې راغی کيسه کې يې نه وي او که بل يې لاندې کړ هم کيسه کې نه وي، ښه بې درېغه پرې ورځي. که تاسې ځان دومره په کټه پيش څنډئ کومان نه کوم که دا وړئ شړۍ کړئ.
خبرې ډېرې دي يوه يوه را په زړه کيږي حکمتيار صاحب! کابل هغه ښار دی چې رسنۍ يې ګڼې دي. تلوېزيون، اف ام، اخبارونه، مجلې، عن چې فيسبوک په کې يوه اساسي خبري مرجع ګڼل کيږي. له دې وروسته به مو دم او قدم دواړه په حساب وي. هغه وخت تللی چې ضد ونقيض خبرې وکړئ او پړه پر بل چل واچوئ. په ثانيو کې درپسې ويډيو خپريږي اوزموږ داسې پاتې ټولنه ده چې خطا، خطا نه ګڼي، قصدي عمل ورته بريښي او درپسې يې حسابوي.
ستاسې موقفونه چې ډېر سره ضد ونقيض دي بايد کنترول شي. يا مو موقفونه داسې نيسئ چې اخر حرف مو نه معلوميږي. هو رښتيا کابل اوس د داسې سياست ښار دی چې خلک ځان ته په کې په هر صورت د وتو لار پرېږدي. نن دلته څوک احکام نه صادروي، سياست کوي او په داسې ژبه چې “هو” او “نه” يې نه معلوميږي.
تاسې که په مسايلو کې حکم(فيصله) کوئ او سبا بيا بل څه وايئ او نقد هم نه زغمئ دا نو داسې صورت شو چې يوازې سيکاترست مو غم خوړلای شي. هيله ده او بيا هم هيله ده چې نرم او پاسته لاړ شئ.
حکمتیار صیب زغم وکړئ سرلیک دلیکنی قدرمنولوستونکو په سلامونوموهرکلی کوم.
داچی لیکوال دحکومتیار صیب په هکله تیراوراتلونکی کړه وړه په ډیر ښه انداز رانغښتې ول زه لیکوال ته ډاډورکوم چی حکومتیار صیب قدرت ته د رسیدو لپاره په هیڅ شي ایسار نه دی اوستاسو سپارښتنو سره پوره اشنايي لری ستاسو به په یاد وی چی قیمار باز، بیسواده، جانی ،کمونیست اوالکولیست کلیم جمع (دوستم) په مخ یی خپله مبارکه ږیره متبرکه کړه اوګذاره ورسره وکړه اوس یی هم هغه پخوانی یاران دی .
په لیکنه کی لیکوال دقدرمن انجینر صیب په هکله دهغی د ریښتینیتوب یادونه کړی زماداندهم په ریښتیا چی همداسی د سپیڅلې اوپاک شخصیت خاونددی.
په پښتنی درنښت
الحاج امام الدین ساپي