سلايډسيمه او نړۍ

سنډې ټايمز: جرمني کې مسلمانان د پناه غوښتو په موخه عيسايت قبلوي

له لندنه خپرېدونکې سنډې ټايمز اوونيزې ليکلي، چې المان کې پناه غوښتونکي مسلمانان دغه هېواد کې د پاتې کېدو او قبوليت لپاره عيسويت دين قبلوي.

سنډې ټايمز په دې اړه د محمد په نوم د يو ۲۳ کلن ځوان خبره کړې، چې المان ته په رسېدو يې خپل نوم په بنيامين بدل کړ او مسيحيت يې قبول کړ.

د سنډې ټايمز په وينا دغه ځوان په برلين کې د يوې کليسا تر څنگ ولاړ و او نه يې غوښتل، چې خپل پوره وښيي، له دې وېرې، چې بيا به په خپل هېواد ايران کې له سختو ننگونو سره مخ شي.

بنيامين ايرانی محصل دی او د ده په څېر نور ځوانان هم له افغاناسستان، ايران، سوريې او عراق څخه، چې جرمني ته تللي اسلام يې پرېښی او عيسويت يې منلی دی.

«د جرمني په گڼو سيمو کې کليساوې له نوو مسيحيانو ډکې شوي، په داسې حال کې، چې يو وخت به له عبادت کوونکو خالي وو او اوس ورځ تر بلې په کې د نوو مسيحيانو شمېر زياتيږي.»

سنډې ټايمز زياتوي، چې د تېر کال په پرتله د برلين په يوه کليسا کې د نوو عيسيانو شمېر څلور چنده زيات شوی دی.

اوونيزې ليکلي، چې نوي عيسويان شوي ځوانان هوډ څرگندوي، چې دوی به پر خپل نوي دين ډېر ټينگ وي او ځينو يې په خپلو لاسونو د صليب نښې هم جوړې کړي دي.

د سنډې ټايمز خبريال وايي، چې غربي هېوادونو کې د قبلېدو لپاره مسيحيت منل تر ټولو ښه چانس دی.

دا يوازې په غرب کې نه ده، چې نوي مسلمان ځوانان مسيحيت قبلوي، بلکې افغانستان کې گڼې بهرنۍ موسسې د بهرنيو ځواکونو په ملتيا غواړي، چې د يو شمېر امتيازاتو او غرب کې د پناه اخيستو په موخه اسلام پرېږدي او مسيحيت قبول کړي.

له کابله خپرېدونکي چراغ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ليکلي، چې «په افغانستان کې غربي ديموکراسي ډېر منفي اغېز کړی، د ټول هېواد په لر و بر کې د عيسايت ډلې د يو او بل نوم تر عنوان لاندې له هر ډول وېرې پرته فعاليتونه کوي.»

برتانوي خپرندويه ادارې بي بي سي، انډيپينډينټ او چراغ ورځپاڼې ليکلي، چې افغانستان غوندې اسلامي هېواد کې اسلام ضد کړنې او فعاليتونه په بې ساري توگه زيات شوي.

چراغ ورځپاڼې ليکلي، چې غربي ديموکراسي موږ ته د بهرنيو عسکرو تر سيوري لاندې راغله، په داسې يو هېواد کې يې عيسايت ته هر ډول ازادي ورکړې، چې ۹۹ سلنه اوسېدونکي يې مسلمانان دي او د عيسويت خپروونکو ټولنې د خيريه موسسو او بشرپالنې تر عنوان لاندې په افغاني ټولنه کې اسلام دښمنه عقيده او فکر خپروي.

چراغ زياتوي، چې د عيسويت خپروونکې ادارې د بهرنيو پوځيانو تر څارنې لاندې په ټول هېواد په ځانگړې توگه، کابل، باميانو، پکتيا، نورستان، کندوز، غزني، بدخشان او مزار شريف کې د عيسويت لپاره فعاليتونه کوي. تر اوسه يې په دغو سيمو کې ازادې کليساوې نه دي جوړې کړي، مگر په خوندي کورونو کې دننه د مسيحيت عبادتونه کوي او د دغو کورونو ساتنه افغان ځواکونه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button