د سولې عالي شورا مرستیال، مولوي عطاالرحمان سلیم چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې له حزب اسلامي سره روانو خبرو اترو کې رول لري وايي چې له دغې ډلې سره خبرې اترې وروستیو پړاوونو ته رسېدلي.
سلیم وايي، حزب اسلامي ټول هغه موارد ومنل چې پخوا یې ورسره مخالفت کاوه.
د سولې عالي شوار مرستیال هغه اوازې «شایعات» وګڼل چې ګواکې ښاغلي ګلبدین حکمتیار ته به د سولې خبرو د بریا په صورت کې هر کال څلور میلیونه ډالر ورکول کېږي. عطاالرحمان سلیم وايي: «زه په زغرده وایم چې دغه خبر چې له هرې سرچینې خپور شوی بې بنسټه دی».
له حزب اسلامي سره د روانو خبرو په اوږدو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې افغان حکومت د حکمتیار د هڅونې لپاره ورته په کابل کې استوګنځای، د ډلې لپاره یې ښارګوټی او کلنی لګښت منلی.
عطا الرحمان سلیم هغه خبرې هم ردوي چې ګواکې د حزب اسلامي اړوند زندانیان به له یوې مخې خوشې کېږي: بله افواه چې خپره شوې، چې ګواکې د حزب اسلامي زندانیان به بې له کوم قید او شرط څخه خوشې شي، ناسمه ده».
د سولې شورا مرستیال شرط ږدي چې هغه زندانیان به خوشې شي چې د هغوی پر ضد د حق العبد د نقض ادعا نه وي، جنايي جرمونه یې نه وي کړي او له دې وروسته یې حزب اسلامي تضمین کړي چې بیا د مخالفینو لیکو ته نه ورځي او له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره به اړیکې نه ساتی.
ویل کېږي د لومړنۍ هوکړې مسوده به ګلبدین حکمتیار ته د لاسلیک لپاره وړل کېږي. تر دې دمه معلومه نه ده چې د خبرو نور پړاوونه به کوم وي. حزب اسلامي د مذاکراتو د پرمختګ په اړه تر دې دمه وروستۍ څرګندونې نه دي کړي.