سلايډسيمه او نړۍ

امريکايي مفکر: امريکا اخلاق د ټوپک خوله کې بولي

امريکايي مفکر نوام چومسکي پر امريکايي مشرتابه نيوکه کې ويلي، چې دوی اخلاق د ټوپک خوله کې ويني. نوموړي د امريکايي مشرتابه نظر «په وينو روږدی» بللی، چې يوازې د ټوپک تر خولې محدود دی او يوازې همدا اخلاق بولي.

ښاغلي چومسکي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: «د امريکا د حال ژبه وايي: اخلاق د ټوپکو له خولو راوځي او موږ هغه څوک يو چې يوازې ټوپک لرو».

د لسگونو کتابونو ليکوال دغه امريکايي مفکر پخوا پر عراق د امريکا او برتانيا پوځي بريد د يوويشتمې پېړۍ تر ټولو ستر جنايت بللی و.

د يادونې ده، چې له چومسکي وړاندې گڼو نورو امريکايي سياستوالو او مفکرينو هم د منځني ختيځ په وړاندې د امريکا سياست ناسم بللی و او پر ځينو هيوادونو د امريکا بريد ته يې جنگي جرم ويلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button