ټولنهخبرونهسلايډ

 د نړۍ لږ او ډېر خوب کوونکي ملتونه

د منځنیو عمرونو انسانان په څلورویشتو ساعتونو کې له شپږو څخه تر اتو ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري. طب‌پوهان په دې نظر دي چې له دې څخه لږ او یا هم ډېر خوب د انسان روغتیا ته ښه نه وي.

د امریکا په میچیگین پوهنتون کې یوه څېړنه شوې چې له مخې یې د نړۍ لږ او ډېر خوب کوونکي ملتونه یې ښکاره کړي دي. د دې څېړنې له مخې د هولند خلک د نړۍ ډېر خوب او د سینگاپور خلک د نړۍ تر ټولو لږ خوب کوي.

څېړنې کې راغلي چې د هولند خلک په اوسط ډول په یوه شپه او ورځ کې ۹ ساعته خو کوي او د سینگاپور خلک شاوخوا شپږنیم ساعته خوب کوي.

هولند پسې امریکایان او فرانسویان دي چې دوی د ورځې ۸ ساعته خوب کوي او تر سینگاپور وروسته بیا د هسپانیې او برتقال خلک دي چې شاوخوا ۷ ساعته خوب کوي.

دغه څېړنه په ۸ زره خلکو باندې تر سره شوې دي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button