افغانستانسلايډ

ننگرهار: چاودنې سيمه‌ييزو پوليسو ته مرگ ژوبله اړولې

د ننگرهار غني خېلو کې پر سيمه‌ييزو پوليسو چاودنه شوې، چې له امله يې يو قوماندان وژل شوي او گڼ نور پوليس ټپيان دي.

د ننگرهار د رسنيو دفتر ويلي، چاودنه د ځانمرگي بريد له امله رامنځته شوې ده، چې په کې پر سيمه‌ييزو پوليسو سربېره ملکي وگړي هم ټپيان شوي دي. راپور زیاتوي، چې د بريد هدف همدا قوماندان و، چې پېښه کې ووژل شو.

د غني خېلو د روغتون يوه ډاکټر هم د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د پېښې له ځايه د يوه کس جسد او لس ټپيان وروړل شوي دي.

د سيمې خلک وايي، د پېښې ډېری ټپيان سيمه‌ييز پوليس دي.

د بريد پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې. دا بريد په داسې حال کې کېږي، چې پرون هم د ننگرهار نازيانو ولسوالۍ کې د موټر بم برید له امله لس تنه وژل شوي او له شلو ډېر نور ټپيان وو. دغه بريد هم د سيمه‌ييزو پوليسو د يوه قوماندان د کور مخې ته شوی و، چې هغه په کې ووژل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button