افغانستانسلايډ

د ارگ يو ساتونکی د سړي تښتونې په تور نيول شوی

د ولسمشرۍ ماڼۍ يو تن ساتونکی د سړي تښتونې په تور نيول شوی دی. د ارگ مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د جمهوري رياست د ساتنې رياست له امنيتي ځواکونو سره له دغه تنه د پلټنو په برخه کې مرسته کړې ده، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې نيول شوی ساتونکی رښتيا هم اختطاف کې ککړ دی که نه.

د ايمل په نوم يوه تن د ارگ پر دغه ساتونکي دعوه کړې، چې د هغه ورور يې تښتولی، خو هغه ته ويل شوي و، د خپلې دعوې لپاره ثبوت وړاندې کړي.

د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو رياست له دوو اوونيو وروسته ايمل ته خبر ورکړ، چې تورن تن يې نيولی دی. نوموړی له يوې مياشتې راهيسې نيول شوی دی، خو د نيول شوي تن په اړه تر اوسه معلومات نه شته.

د پوليسو په پلټنو کې معلومه شوې ده، چې د ارگ د دغه ساتونکي سيم کارت د تښتول شوي تن (حامد) په ورک مبايل کې فعال شوی دی.

افغانستان کې سړي تښتونه په وروستيو کلونو خورا ډېره شوې ده، چې له امله يې خلکو کې وېره خپره ده. خلک وايي، چې د اندېښنې ځای دا دی، چې ډېری دغه تښتوونکي په دولت کې کسان لري، چې د پېښو پر مهال يې ملاتړ کوي او که ونيول شي هم، بېرته د زورواکانو له لوري خوشې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button