ولسمشر غني د تاجکستان له دوه ورځيني سفر وروسته برتانيې ته رسېدلی دی. ټاکل شوې ده، نوموړی هلته «اداري فساد سره د مبارزې نړيوالې غونډه» کې گډون وکړي.
له ارگه په خپره شوې نننۍ خبرپاڼه کې ويل شوي، ولسمشر نن له ماسپخين وړاندې د تاجکستان له پلازمېنې لندن ته وخوځېد.
خبرپاڼې زیاته کړې: «ولسمشر غني به سبا دغه غونډه کې وينا وکړي او افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه کې به د لاسته راوړنو او ژمنو په اړه وغږېږي».
د ارگ له خبرپاڼې سره سم ښاغلی غني به برتانيه کې له سنډهرسټ پوځي اکاډمۍ څخه لیدنه هم وکړي، چېرې چې افغان زدهکړيالان په پوځي زدهکړو بوخت دي».