د بنگلدیش حکومت د دې هېواد د جماعت اسلامي مشر مطیع الرحمن نظامي له شپږ کاله بند وروسته د تېرې شپې په وروستیو کې د جنگي جرمونو په تور اعدام کړ.
د بنگلدیش د قانون وزیر په دې اړه وویل: «نظامي د ۱۹۷۱م کال د ازادۍ په جگړې کې په جنگي جنایتونو تورن وو». بنگلدیش په ۱۹۷۱م کال کې له پاکستان څخه ازادي واخیسته چې په دې هڅه کې گڼ شمېر خلک مړه او په ډېرو ښځو باندي جنسي تیري وشول.
د بنگلدیش حکومت د دې هېواد د جماعت اسلامي گوند مشران په دې تورنوي چې گواکې دوی په دې جگړې کې د پاکستان د پوځ پلوي کړې ده.
له ۲۰۱۳م کال راهیسې د گوند د مشرتابه څخه پنځه تنه اعدام شوي دي. د جماعت اسلامي گوند د مشرانو د اعدام په غبرگون د بنگلدیش په پلازمېنې او نورو سترو ښارونو کې گڼ لاریونونه تر سره شوي دي چې له امله یې ۲۰۰ تنو ته مرگ ژوبله اوښتې وه.
دا ځل به بیا د دې گوند مشران د پراخو لاریونو غوښته په داسي حال کې وکړي چې د گوند پر فعالیتونو باندې بندیز لگېدلی دی. د نظامي د اعدام له ترسره کېدو وروسته د بنگلدیش په پلازمېنې کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د بنگلدیش حکومت ۷۳ کلن مطیع الرحمن په داسې حال کې اعدام کړ چې په دې وروستیو کې گڼ مدني فعالان، بهرني مرسته کوونکي او مذهبي لږهکي ترور کېدو له امله امنیتي حالات کنترول نه دي.
په ۲۰۱۰م کال کې د بنگلدیش حکومت لومړي وزیر شیخ حسینه د جنگي جرمونو په ضد د تورنو کسانو د محکمې اعلان وکړ.