خبرونه
په سوریه کې افغانان او ایرانیان وژل شوي
راپورونه وايي چې د سوريې خانطومان ښار په نیولو کې گڼ افغاني او ایراني جگړهمار چې د بشار الاسد په ملاتړ یې جگړه کوله وژل شوي دي.
د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځ د دمشق او حلب په لويې لارې پرته سیمه خانطومان کې د بشار الاسد په ملاتړ افغاني او ایراني جگړهمارو باندې د جبهة النصرة ډلې برید کړی چې له امله یې دغه سیمه د بشار الاسد له ډلې څخه په بشپړ ډول نیولی او ډېری افغاني او ایراني جگړهمارو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
له دې خبر وروسته په ایراني ټولنیزو شبکو کې ډېره غوغا خپره شوه چې په پای کې د ایران سپاه ډلې د زغم غوښتنه وکړه چې دوی به ډېر ژر کره خبر خپور کړي.
د ایران سپاه پاسداران ډلې د فاطمیونو په نامه د افغان شیعه جگړهماري سوریې ته استوي تر څو د بشار الاسد په ملاتړ جگړه وکړي.