وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يې د امنيتي ځواکونو يوه چورلکه راغورځولې ده.
د طالبانو رسمي پاڼې الاماره ليکلي، چورلکه يې نن ماسپخين شا و خوا دوه بجې د شاوليکوټ اړوند کټه سنگ سيمه کې په نښه کړه. خبر زياته کړې ده، چورلکه د افغانستان د امنيتي ځواکونو اړوند ده او په يوه مخامخ بريد کې ويشتل شوې او راغوځول شوې ده. خبر کې دا نه دي ويل شوي، چې پر چورلکه بريد کې کومه وسله کارول شوې ده.
سرچينې ليکلي، چورلکه په داسې حال کې راغورځول شوې، چې د طالبانو پر پټنځايونو يې بمبار کاوه، «د چورلکې ټوله عمله وژل شوې ده او چورلکه په بشپړ ډول له منځه تللې».
د افغانستان امنيتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په رد يا تاييد کې څه نه دي ويلي، خو طالبان وايي، چورلکه لا هم سيمه کې پرته ده او د لېږدولو لپاره يې نورې چورلکې رارسېدلې دي.
پخوا په ورته ډېری پېښو کې امنيتي چارواکو ويلي، چې چورلکې د تخنيکي ستونزو له کبله بېړنۍ ناستې کوي، خو ځينې وختونه له څېړنو وروسته څرگنده شوې ده، چې د طالبانو بريد کې رانسکورې شوې دي. څه موده وړاندې طالبانو کونړ کې د امنيتي ځواکونو د يوې چورلکې د الوزولو ادعا وکړه، امنيتي چارواکو دا ادعا ناسمه وبلله او زياته يې کړه، چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له کبله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده، خو طالبانو وروسته د يوې وېډيو په خپرولو وښوده، چې يوه څرخکه يې د ملي اردو بېس ته نږدې په بم الوزولې ده.