افغانستانسلايډ

هلمند کې امنیتي ځواکونو د طالبانو اړوند زندان مات کړی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ادعا کړې، چې د هلمند په نوزاد کې يې د ځانگړو ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو زندان مات کړی دی، چې په ترڅ کې يې شپېته تنه بنديان خوشې شوي دی. عملياتو کې د بهرنيو ځواکونو د گډون خبر هم ورکړل شوی دی.

د دې وزارت اعلاميه کې ويل شوي، عمليات تېره شپه لس بجې ترسره شول او په ترڅ کې يې ياد بنديان خوشې شول. اعلاميې ليکلي، زندان د طالبانو د يوه قوماندان عبد الرحيم اړوند و، چې پرې د بريد پر مهال د زندان دوه طالب ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دفاع وزارت ويلي، دغه کسان له يوه کال راهيسې له طالبانو سره بنديان وو، خو نوموړی وايي، هويت به يې وروسته په ډاکه شي.

وسله والو طالبانو د پېښې پخلی کړی، خو ويلي يې دي، امنيتي ځواکونو يوازې څو کسان چې ځينې يې روږدي او ځينې نور حقوقي دعوه داران دي، وړي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي: «خوشې شويو کسانو کې امنيتي ځواکونه نه شته، دوی د پوليسو او ملي اردو بندي سرتېري په وخت خوندي سيمو ته رسولي وو».

امنيتي ځواکونو په داسې حال کې د طالبانو پر زندان عمليات کړي، چې طالبانو د طالب بنديانو په اړه د ولسمشر له وروستيو څرگندونو وروسته وويل، که حکومت طالب بنديان اعدام کړي، دوی سره د بندي امنيتي ځواکونو ژوند ته به جدي گواښ پېښ کړي.

د افغانستان امنيتي ځواکونو مخکې هم هلمند کې د طالبانو پر زندانونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې لسگونه کسان خوشې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button