د سوریې مدني فعالان او د بشر د حقونو څارونکي وايي چې د بشار الاسد ډلې د سوریې په شمال کې د کډوالو پر یوه پنډعالي بمباري کړې ده.
د رسنیو له مخې په دې بمبارۍ کې لسگونه مړه او ټپیان شوي دي. د اسوشیټد پرس د راپور له مخې په دې بمبارۍ کې ۲۸ تنه مړه شوي دي.
ویل کېږي چې دغه بمبارۍ سوري یا روسي الوتکو کړي دي. تر دې دمه د سوريې حکومت د دې بمبارۍ مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دغه بنډغالی د سرمدا په سیمه کې پرته ده چې د اسد د مخالفینو په کنترول کې دی. د سوریې سرمدا سیمه له ترکیې سره پولې ته نږدې پرته ده.
امریکا د دې بمبارۍ په وړاندې توند غبرگون ښکاره کړی دی. امریکايي چارواکي وايي چې د دې بمبارۍ لپاره کومه قانوني بهانه نشته دی.