شعر
غزل / سید شاه سعود
څوک دې قلم راکړي کتاب دې راکړي
په ما کې څه کم دي ځواب دې راکړي
دې زمانې سره زه نه ومه څه
چې ورسره وم نو حساب دې راکړي
شعور دې ځان راته راوپیژني
داسې یو نوی انقلاب دې راکړي
ما د دشمن په زخم لاس ایښی دی
چې خدای یې ښه کړي نو ګلاب دې راکړي
د ژوند څپې سنبالولی شمه
سینه مې لویه ده سیلاب دې راکړي
سعوده مخ بدرنګه کړی یمه
د چا چې خوښ یمه نقاب دې راکړي