خبرونهسلايډ

برېښنا شرکت پنځویشت سلنه نرخونه لوړوي

د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکو اعلان کړی چې د وارداتي بریښنا نرخونو کې به پنځویشت سلنه ډېروالی راځي. د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي په دې اړه وویل: «د برېښنا په نرخونو کې ځکه ډېروالی راځي چې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی».

و توحیدي په وینا د افغانستان بریښنا شرکت تېر لمریز کال له ۱۷ څخه تر ۱۸ ملیونه ډالرو تاوان ځکه کړی دی چې افغانیو په ډېرې تيزۍ سره خپل ارزښت له لاسه ورکاوه.

توحیدي همداراز زیاته کړه چې د بریښنا شرکت له ایران، ازبکستان، تاجکستان، او ترکمنستان څخه بریښنا د ډالرو په بدل کې راواردوي او ډالر هره ورځ د افغانیو په وړاندې لوړېږي.

د توحیدي په وینا دوی له خپلو مشتریانو څخه افغانۍ تر لاسه کوي نو مجبور دي چې د افغانیو او ډالرو تر منځ تناسب وساتي تر څو له تاوان څخه وژغورل شي.

توحیدي زیاته کړه چې تېر کال په بغلان کې د طالبانو او د ملي اردو سرتېرو تر منځ جگړه کې د بريښنا یوه ستن پرېوته چې له امله یې بریښنا شرکت ته ۲.۵ ملیون ډالر تاوان واوښت.

د بریښنا شرکت مسوولین وايي چې نوي نرخونه یوازې په وارداتي بریښنا باندې عملي کېږي.

افغانستان اوسمهال له خپلو گاونډیو څخه ۷۰ سلنه بریښنا واردوي. دا په داسې حال کې دی چې افغانستان د برېښنا د بندونو جوړولو لپاره بشپړ ځایونه لري چې د طالبانو له حکومت وروسته تر دې مهاله په دې برخه کې کومه پانگونه نه ده شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button