د امریکا د مشرانو جرگې د بهرنیو چارو کمېټې پاکستان ته د ایف ۱۶ الوتکو د خرڅولو په بهیر کې د امریکا مالي ملاتړ شرط رد کړ.
له دې وروسته به پاکستان د اووسوه ملیونه امریکايي ډالر پخپله ورکوي.
د اوباما اداره لا هم په دې کوښښ کې ده چې مشرانو جرگه دېته راضي کړي تر څو له پاکستان سره د الوتکو په اخیستلو کې مالي مرسته وکړي.
د امریکا د مشرانو جرگې د دې پریکړې په اړه واشنگتن کې د پاکستان سفارت ویاند ندیم هوتیانه رسنیو ته ویلي چې د وسلو اخیستلو بهیر ډېر اوږد وي او په دې وړو قضیو څه نشو ویلی.
د دې تر څنگ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مشرانو جرگې څخه غوښتنه کړې تر څو د دې تر څنگ د پاکستان له پوځ سره نورې مالي مرستې هم وکړي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مشرانو جرگې دغه غوښتنه هم رد کړې ده.