د ملي یووالي حکومت چارواکو د طالبانو د استازو د سفر په غبرگون کې ویلي چې ترهگرې ډلې د سفر کولو حق نهلري. ارگ دغه غبرگون وروسته له هغې ښکاره کړ چې د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې د خپل پلاوی د سفر پخلی وکړ.
د طالبانو سیاسي دفتر له لوري په خپره وشوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی استازو پاکستان ته د دې لپاره سفر کړی چې د طالب بندیانو او افغان مهاجرینو په اړه له پاکستان حکومت سره خبرېاترې وکړي.
د ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د استازو سفر په بشپړه ډول مبهم دی او ترهګرې ډلې نورو هېوادونو ته د سفر کولو اجازه نهلري.
د ارګ له لوري په خپاره شوي خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د طالبانو له لوري د ترهګریزو بریدونو له امله ډېری افغانان مجبور دي چې هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
افغان حکومت اروپا ته د تلونکو افغانانو پړه په داسې حال کې په طالبانو اچوي چې تېره میاشت ولسمشر اشرف غني اروپا کې د بيبيسي سره مرکې کې ویلي وو چې اروپا ته له تلونکو افغانانو سره خواخوږي نهلري ځکه چې دوی کولی شي په خپل هېواد کې ښه ژوند وکړي.
د ملي یووالي حکومت له راتلو سره ډېری افغانانو بېکاره شول او د هېودا پرېښودو ته اړ شول.