افغانستانسلايډ

«حزب اسلامي سره خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلې دي»

د افغانستان د سولې عالي شورا څرگنده کړې ده، چې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلي دي. شورا څرگنده کړې ده، چې تر دې دمه په ډېرو شيانو هوکړه شوې او نږدې راتلونکې کې به پر اختلافي ټکو هم هوکړه وشي.

حزب اسلامي يوه مياشت وړاندې يو دوه کسيز پلاوی کابل ته واستاوه، چې هلته يې له چارواکو سره د سولې په اړه خبرې پيل کړې. وروسته دوه ورځې مخکې د قاضي حکيم په مشرۍ د حزب دوهم پلاوی کابل ته راورسېد، چې له دولتي لوري سره يې وکتل. دواړه لوري وايي، د سولې خبرې يې نږدې وروستۍ مرحلې ته رسېدلې دي.

د سولې شورا مرستيال مولوي عطاء الرحمن سليم پژواک سره خبرو کې ويلي، له حزب اسلامي سره خبرو کې پرمختگ شوی، «موږ د ملي يووالي حکومت په مشوره تصميم نيسو او تر اوسه دې خبرو اترو مثبتې پايلې ورکړې دي». نوموړي زياته کړه: «حزب اسلامي سره خبرې د باور له مخې پيل شوې او تر ډېره بريالۍ دي، په نږدې راتلونکې کې به په پاتې مسايلو هم هوکړه وکړو، که باوري نه وو، خبرې اترې به مو نه پيلولې».

د حزب د وروستي پلاوي غړو قاضي حکيم، ښاغلي غيرت بهير او استاذ علي انصاري هم کابل کې د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې په پوره اخلاص د سولې خبرو ته راغلي او غواړي افغان دولت سره هوکړې ته ورسېږي.

د سولې شورا مرستيال وايي، له پنځه ويشت مواردو يې په ډېری هغو هوکړه شوې او په پاتې نورو به هم ژر وشي.

د سولې شورا له حزب اسلامي سره د اختلاف په ټکو نور څه ونه ويل، خو ويل کېږي، د شفافو او عادلانه ټاکنو ترسره کول، د حزب اسلامي ټول بنديان خوشې کول او له گاونډيو هيوادونو د افغان کډوالو ستنېدو ته زمينه برابرول د دواړو لوريو تر منځ د اختلاف مهم ټکي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button