ملي امنیت ادعا کوي چې د کندز د طالبانو نظامي مشر یې نیولی
د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ادعا کوي چې تېره شپه یې په کندز کې د ځانگړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو نظامي مشر قاري سلیم نیولی دی.
د ملي امنیت ریاست د اعلاميې له مخې دوی تېره شپه دوه بجې په خان اباد ولسوالۍ کې د ځانگړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو نظامي مشر قاري سلیم او وروسره څلورتنه نور د دیوانه قشلاق بوین په کلي کې نیولي دي.
امنیتي مسوولین وايي چې قاري سلیم د خاناباد ولسوالۍ لاره د مسافرو پر مخ تړلې وه چې له دې عملیاتو وروسته دغه لار د خلکو پرمخ پرانیستل شوه.
طالبانو تر دې دمه د قاري سلیم د نیول کېدو خبر نه دی ورکړی.
د سیمهیزو راپورونو له مخې تېره شپه د طالبانو او حکومتي سرتېرو تر منځ خاناباد ولسوالۍ کې سخته نښته شوې چې له امله یې حکومتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې وه.
تر دې مخکې هم حکومت څو وارې له خلکو غوښتي وو چې د قاري سلیم په نیولو کې له دوی سره مرسته وکړي.