خبرونه
د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځه نښته
د شنبې شپې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ د ډيورنډ کرښه کې نښته شوې ده. جگړه د دواړو لورو تر منځ د شنبې له شپې پیل او د یکشنبې د ورځې په سهار پای ته رسېدلې ده.
افغان سرحدي پولیسو رسنیو ته ویلي چې لومړي د پاکستان له لوري درنې وسلې کارول شوي چې افغان سرحدي پولیسو یې هم ځواب ورکړی دی.
د نښتې له امله یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. پیښه د ننگرهار په گوشته ولسوالۍ کې رامنځته شوې دی. دې ولسوالۍ کې پخوا هم د افغان او پاکستان سرتېرو تر منځ نښتې شوي دي.
د سرحدي پولیسو عمومي قومندان ولي خان شینواري پیښه منلې ده خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.