د ملي امنیت لوی ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کوي چې د کابل په پغمان کې يې د «داعش ډلې څلور تنه غړي» نیولي دي.
د ملي امنیت ادارې پر خپلې فېسبوک پاڼې یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې ده، چې څلور تنه ښکاري چې اعتراف کوي چې ګواکې د «داعش ډلې غړي» وو او دغې ډلې نظامي روزنه هم ورکړې ده. د ملي امنیت په خپرې شوې ويډیو کې د دغو څلورو تنو څېرې نه ښوول کېږي. سره له دې هم د تورنو تتې څېرې ښکاري چې د کمو عمرونو ځوانان دي.
دا لا نه ده معلومه چې له دغو څلورو تنو په څه ډول شرایطو کې اعتراف اخیستل شوی؛ خو د ملي امنیت اداره داسې مهال دغه خبر خپروي، چې روانه اوونۍ د ولسي جرګې لومړي مرستیال، ظاهر قدیر د ملي امنیت شورا پر سلاکار، حنیف اتمر تور پورې کړی و چې د داعش ډلې ملاتړ کوي.
د ملي امنیت سلاکار نوم په افغانستان کې له داعش سره هغه مهال وتړل شو، چې د پکتیکا پخواني والي ادعا کړې وه چې د داعش له کورنیو سره د ملي امنیت شورا مالي مرسته کوي. د پکتیکا والي له دغو څرګندونو وروسته د ولسمشر له خوا دندې ګوښه کړای شو.
د ملي امنیت ریاست په خپلې تازه خبرپاڼې کې وايي چې دغو کسانو غوښتل چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې «ترهګریز بریدونه» وکړي. امنیت وايي: «نیول شوو کسانو د څېړنو پر مهال په داعش ترهګریزې ډلې کې خپل غړیتوب منلی دی».