خبرونهسلايډ

ملي امنیت د کابل پوهنتون استاد نیولی

د ملي امنیت ریاست خبر ورکړی چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد، مولوي معروف راسخ یې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیولی. امنیتي سرچینو د مولوي راسخ نیونه په پوهنتون کې د «افراطیت خپرېدا» په ګوته کړې ده.

د کابل پوهنتون دغه استاد نن (شنبه) نیول شوی.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند، فیصل امین هم د پېښې پخلی کوي؛ خو وايي چې مولوي راسخ نیول شوی او «موضوع تر څارنې لاندې ده».

د کابل پوهنتون ځینو محصلینو ویلي، چې استاد راسخ د شپه‌غالي په جومات کې افغان حکومت «کفري» ګڼلی و او د «اسلامي خلافت» فکر یې خپراوه.

پخوا داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین او استادان «حزب التحریر» ته مایل شوي وو؛ خو دا لومړی ځل دی چې له داعش سره د تړاو په تور د پوهنتون استاد نیول کېږي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button