روغتياسلايډ

د شین چای له دې گټو خبر يي!

داکتره مريم زینب

شینې چای د څښلو هغه ټاکلې ماده ده، چه د اړ تیا وړ کسان یی ورځ په ورځ زیاتیږی او د ښي روغتیا زیری پکښی نغښتي دی. ددي چای د څښلو وړ کسان د شنو چایو په څښلو کي ډیری ځانګړۍ ګټې ویني.
۱:شین چای د وزن د کمولو لپاره په زړه پوری در مل دي .
۲ : دزړه د ناروغي او کولوسترول د کمولو لپاره ښه دارو دي .
۳: شین چای د چاغوالي د مخنیوی لپاره ډیره ښه وسیله ده
۴: شین چای د بدن د پوستکي او دبندونو د پاړسوب او روماتیزم په مخنیوی کي هم اغیزمن تما میږي
۵ : شین چای د ډیرو مضرو او خطر ناکو مکروبو او باکتریاوو سره ښه مقابله کوي
۶: شین چای دفکری خرابی عصبی ا حساس د کمولو لپاره ډیر اغیز من تمامیږی
۷: شین چای دغوړو اووازګینو حجراتو د ګلو ګوز خوځښت په ټپه دروی او دشکری د ناروغي لپاره د وینی جریان د کنترولولواو دمغزی حافظی په پیاوړتیا کی ګټور او اغیز ناکه رول لوبوی او دروغتیا یو مهم اړخ دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button