خبرونهسلايډ

د ځمکې ورځ

د ځمکې ورځ د ځمکې د ساتلو لپاره هر کال لمانځل کېږي. دغه لمانځه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰ کال کې پیل شوه چې موخه یې د چاپېریال ساتنه وه. اوسمهال د نړۍ په ۱۹۳ هېوادونو کې دغه د ځمکې ورځ د ځمکې د شبکې له لوري لمانځل کېږي.

تېر کال د امریکا او چین په شمول ۱۹۵ هېوادونو په پاریس کې د ځمکې د ساتلو لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دې هوکړه لیک لپاره کلونه کوښښونه روان وو چې د نړۍ ټول هېوادونه باید د ځمکې د ساتلو لپاره ژمن وي. د ځمکې ساتلو هوکړه لیک ډېری وختونه د نړۍ د سترو هېوادونو له لوري نه ده منل شوې. ستر هېوادونه د خپلو سترو کمپنیو د تولید مخه نه نیسي ځکه چې دا د هغوی لپاره ډېره گټه راوړي.

په ۱۹۶۹م کال کې د ځمکې د لمانځلو لپاره د سولې فعال جان میککانل د یوې ځانگړې ورځې غوښتنه وکړه. په لومړیو کې د پسرلي لومړۍ ورځ (مارچ لومړۍ) د ځمکې ورځ په نامه ونمول شوه خو یو کال وروسته د ورځ ځینو نورو رد کړه چې په پای کې امریکايي سناتور نیلسون د اپریل ۲۲ د ځمکې د ورځ په نامه ونماوه. چې تر دې دمه هر کال د اپریل په ۲۲ لمانځل کېږي.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰م کال کې د امریکا په ۱۰۰۰۰ پوهنتونو او کالجونو کې دا ورځ ولمانځل شوه. د ټولو پوهنتونونو محصلین په دې ورځ د لمر وړانگو ته ووتل او د ځمکې ورځ یې ولمانځه. د ځمکې د ورځې لومړی منظم کوونکی ډینس هایس اوس په دې نظر دی چې په نړۍ کې دا ورځ تر نورو ورځو ډېره لمانځل کېږي.

د چاپېرل له ککړتیا دریېمه نړۍ ډېره زیانه ویني. ځکه دوی صنعت نه لري او د پرمختللو هېوادونو د کړنو له امله دوی هم کړېږي. ځینو ځمک‌پوهان په دې نظر دي چې په راتلونکو شلو کلونو کې به جزرالقمر او مالدیف هېواد به د گلوبل وارمنگ له امله د اوبو لاندې ډوبېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button