افغانستان
خوږياڼو کې نهو سيمهييزو پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې
د ننگرهار چارواکو خبر ورکړی، چې نن سهار وسله والو طالبانو خوږياڼو کې د سيمهييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی، چې له امله يې نهو پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده او پنځه نور تری تم دي.
پېښه نن سهار درې بجې د وزيرو سيمه کې رامنځته شوې ده. طالبانو د ملا پېښوري پر پوسته بريد کړی دی.
چارواکي وايي، پېښه کې پنځه سيمهييز پوليس وژل شوي، څلور نور ټپيان دي او پنځه نور تری تم دي.
د ننگرهار د والي ویاند عطا الله خوږياڼې د پېښې پخلی کړی خو نور جزيات يې نه دي ورکړي.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي رسنيو ته وويل، پر پوسته د څو ساعتونو لپاره جگړه وشوه، طالبانو له څلورو لوريو پر پوسته بريد کړی و او د پوستې پنځلس سيمهييز پوليس يې ټول وژلي دي.