غير مصنف
اوباما: له اتومي هوکړې سره بیا هم د ایرن کړنې څارو
د امریکا ولسمشر باراک اوباما سعودي کې د خلیج د همکاریو شورا په ناسته کې وویل: «له اتومې هوکړې سره بیا هم موږ او زموږ خلیجي ملګري د ایران کړنې یوځای څارو».
اوباما همدارنګه زیاته کړه چې د ایران کړنې په سیمه کې ثبات له منځه وړي. اوباما له دې وینا سره جوخت وویل چې د سیمې هیڅ هېواد نه غواړي ایران سره شخړه وکړي.
اوباما زیاته کړه چې په سیمه کې د امریکا له ملګرو هېوادونو سره شخړه او د دوی په کورنیو چارو کې لاوسوهنه به د امریکانو لپاره د منلو وړ نه وي او دوی به د دې کړنو مخه ونیسي.
اوباما په داسې حال کې سعودي ته سفر وکړ چې د دواړو هېوادونو اړیکې د ایران سره د اتومې هوکړې له امله ترینګلي شوي دي.