د کندز د ملي امنیت لوړ پوړي چارواکي له دندو لرې شول
ولسمشر اشرف غني د کندز د ملي امنیت رییس او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي په دندو کې د غفلت له کبله ګوښه کړل.
ولسمشر غني د کندز له سقوط ورسته نن سهار د دوهم ځل لپاره دغه ښار ته ولاړ.
هغه کندز ته له ورتګ سره د ملي امنیت رییس د وظیفوي غفلت او د دغه ولایت د سقوط پر ورځ له دندې څخه د غیاب په تور ګوښه کړ او جنرال بیګ يې د کندز د ملي امنیت سرپرست رییس په توګه وټاکه.
ولسمشر همدا راز څو ولسوالان او یو شمېر نور ولایتي چارواکي له دندو ګوښه کړل.
طالبانو د روان کال د تلې د میاشتې په شپږمه نېټه د یوه پراخ برید پر مټ د څو ساعتونو په ترڅ کې د کندز ستراتيژيک ښار ونیو.
په تېرو ۱۴ کلونو کې د افغان حکومت پر ضد دا د طالبانو تر ټولو ستره بریا وه. د کندز سقوط په نورو ګاونډیو ولایتونو پراخه اغېز وکړ، چې له کبله یې طالبانو د څو ورځو په ترڅ کې شاوخوا ۱۱ ولسوالۍ ونیولې.
کندز دوه اونۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې و. په پای کې طالبانو خپل شاتګ او له حکومتي ځواکونو سره جګړه «بې ګټې» وبلله.