روانې چارېسلايډسيمه او نړۍ

انډيپينډينټ: د سعودي او امريکا د ترينگلو اړيکو پنځه لاملونه

له تېرو څو مياشتو راهيسې د امريکا او سعودي په اړيکو گڼ غربي ليکوالان او څېړونکي خبرې کوي، ځينې يې د نهيلۍ تر بريده سړې بولي او ځينې بيا وايي، چې د سعودي او امريکا اړيکې بېرته عادي حالت ته راتلی شي.

له پنځوسو تر شپېته سلنه امريکايان په دې اند دي، چې د واشنگټن او رياض اړيکې دې ښې روانې دي، بل پلو څلوېښت سلنه امريکايان بيا فکر کوي، چې نړۍ کې د ترهگرۍ تر شا د سعودي عربستان لاس دی او بايد اړيکې ورسره پرې شي.

انډپنډنټ ورځپاڼې د امريکا او سعودي د ترينگلو اړيکو پر لاملونو په داسې وخت کې بحث کړی، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خليجي همکارۍ د شورا په غونډه کې د گډون لپاره رياض ته رسېدلی دی.

په دغه بحث کې راغلي، چې د سعودي او امريکا د ترينگلو اړيکو يوه ريښه د ۲۰۰۱د سپتمبر له يوولسمې سره تړلې او امريکا کې اوس هم دغه شان گنگوسې دي، چې په دغه پېښه کې د سعودي عربستان لاس و.

رياض ته د اوباما له سفر څو ورځې وړاندې د کانگريس غړو په ۲۸ مخونو کې داسې يو راپور تيار کړی، چې په دغه پېښه کې يې سعودي چارواکي ښکېل بللي دي.

د امريکايي کارپوهانو له قوله د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ دوهم لامل د امريکايي کانگريس غړو له لوري د سعودي چارواکو د محاکمې غوښتل دي، چې سپينه ماڼۍ يې مخالفت کوي.

شنونکي وايي، که کانگريس په خپله پرېکړه کې سعودي عربستان د سپتمبر د يوولسمې پېښه کې ښکېل وباله، نو سعودي به د دغې پېښې قربانيانو ته تاوان ورکوي. په عين وخت کې سعودي عربستان گواښ کړی، که کانگريس د دوی پر ضد دغه پرېکړه وکړه، نو مخکې له دې امريکا د خپل قانون له مخې د سعودي پر ضد گام پورته کړي، نو دوی به په امريکا کې خپل ۷۵۰ ميليارده ډالر وپلوري، چې د امریکا په بانک کې د اقتصادي سند په توگه خوندي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، که سعودي دا گام پورته کړي، نو دا به د دواړو هېوادونو پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي.

د «انډيپينډينټ» په وينا د دواړو هېوادونو د بې باورۍ او ترينگلو اړيکو درېيم لامل د ايران قضيه او اتومي تړون دی. امريکا، چې ايران سره اتومي تړون لاسليک کړ، د سعودي او عربي هېوادونو اندېښنې يې راوپارولې. له لنډې مودې وروسته سعودي ايران پلوی شيعه ملا نمر باقر النمر اعدام کړ، چې ورسره د دواړو هېوادونو ډيپلوماتيکي اړيکې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې.

څلورمه قضيه او د ترينگلو اړيکو لامل تېل دي. ۲۰۰۹م کال راهيسې، چې د امريکا اقتصاد له ستونزو سره مخ دی، نو له سعودي يې د تېلو پېرلو کچه ډېره کمه کړې ده او اوس ډېر تېل له کاناډا واردوي. له همدې امله په نړيواله کچه د تېلو په بيو کې کموالی راغلی او سعودي هم اړ دی، چې د واشنگټن پر ځای تر ډېره د خپلو نفتي صادراتو په اړه پر چين باور وکړي.

انډيپينډينټ  زياتوي، چې د دواړو هېوادونو د ترينگلو اړيکو پنځم لامل  د ولسمشر بارک اوباما هغه څرگندونې دي، چې تېره مياشت يې اټلانټيک مجلې سره د خپل بهرني سياست په اړه د څرگندونو په ترڅ کې پر سعودي نيوکې کړې وې، چې دغه هېواد کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې دي، په اندونيزيا او نورو اسلامي هېوادونو کې د «بنسټپالنې» ملاتړ کوي او د منځني ختيځ په ټولو شخړو او لانجو د امريکا پر لور سترگې نيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button