افغانستانخبرونه

احدي: حکومت ولس ته درواغ وايي

د ماليې پخوانی وزیر او د «نوې ملي جبهې» مشر، انورالحق احدي د ملي يووالي حکومت ناکام بولي. احدي وايي، دا یو ناکام حکومت دی او د دوی هیله دا وه چې کامیاب به وي.

احدي وایي: «حکومت دوکه باز دی، عوام فریبي کوي. ملت سره درواغ وايي، له خپلو متحدینو او دنیا سره درواغ وايي».

انورالحق احدي د کابل د تېرې ورځې چاودنې په اړه پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو ته کېني او زیاتوي: «طالبان د چاودنو له لارې خپل محبوبیت د خلکو په منځ کې نه شي زیاتولی، څوک چې د خلکو ملاتړ نه لري نه شي کامیابېدای». احدي طالبانو ته وايي، چې خپلې غوښتنې دې د سولې په خبرو کې مطرح کړي.

د «نوې ملي جبهې» مشر له وخت مخکې ټاکنې غواړي او د حکومت دوام د نورو ستونزو لامل بولي: «باید تر وخت مخکې ټاکنې وشي. که موږ درې کاله نور هم دغه حکومت وزغمو، وضعیت نور هم خرابېږي».

انورالحق احدي چې اشنا ټلویزیون سره یې خبرې کولې، د ملي يووالي حکومت له مشرانو یې وغوښتل چې «شرافتمندانه استعفا» ورکړي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button