د پټاټو د نړيوالې ادارې څېړونکي د ناسا له فضايي ادارې سره په ګډون، په مريخ کې د پټاټو د کرلو په امکان بحث کوي. دوی غواړي پوه شي چې د مريخ په خاوره کې کوم ډول پټاټې کرل کېدای شي.
د ناسا په اداره کې سليفا، چې مريخ ته په امتحاني سفر کې تللی دی، وايي چې بايد په مريخ کې کرل شوي پټاټې به ډېرې مزېدارې وي او زياتوي چې دغه کار به زموږ له پاره يوه ننګونه وي، ځکه تر اوسه مو داسې څه نه دي ترسره کړي.
اصلا په مريخ کې د پټاټو کرلو نظريه په يوه خيالي فلم کې وړاندې شوې ده. دغه خيالي علمي فلم چې مريخ نومېږي، مات دامون په کې کار کړی، هغه په فضا کې مريخ ته ځي او غواړي هلته ژوندی پاتې شي، نو د پټاټو کرلو ته ملا وتړي.
هالنډۍ ناګټندويه اداره، “Mars One”غواړي په راتلونکو لسو کلونو کې مريخ ته کسان د دايمي ژوند کولو له پاره واستوي. دغه راز ايلون موسک هم غواړي چې په “SpaceX” کې خلک فضا ته د دايمي ژوند له پاره واستوي. مګر په هانګ کانګ کې د ترسره شوي کنفرانس له لارې د دغه کار خطرونه هم بيان شوي دي.
ناسا امريکايي فضايي ادارې، وروسته له دې چې تېر کال يې په فضا کې اوبه وموندل، ويلي چې هغه مهال به مريخ ته کسان د ژوند کولو له پاره استوي چې هلته پټاټې د خوړو وړ شي. کرېس مکای د اميس د څېړنو مرکز څخه وايي چې پټاټې په يخه هوا او بند ځای کې د کرلو وړ دي. ويل کېږي چې پټاټې په مختلفو حالاتو کې د کرلو وړ دي.
د ناسا څېړونکي وايي چې که چېرته يې په مريخ کې پټاټې وکرلې، نو له ځمکې به د خوړو د موادو له انتقالولو څخه بېغمه شي او لګښتونه به يې ډېر راټيټ شي، دغه راز په مريخ کې به د ژوند کولو امکان هم تضمين شي.