د فرانسېس بېکن پنځوس غوره ویناوې
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ هوښیار سړی پرځای د دې، چې په ژوند کې د یوې ښې موقع په تمه کېني، په خپله یې رامنځته کوي .
۲ ـــ د انسانانو په منځ کې بد ګوماني داسې ده، لکه د مرغیو په منځ کې د ماښام څکالی، چې د سپېده داغ او لمر لوېدو په وخت کې چې روښانایي او تیاره سره په منګولو وي خپل وزرونه پرانیزي .
۳ ـــ لکه څنګه چې هلکان تیارې ته له تګ څخه ډارېږي، په هماغه ډول خلک له مرګ څخه وېرېږي .
۴ ـــ مرګ دا مهرباني لري، چې انسان ته د نېکنامۍ ماڼۍ ور په برخه کوي او د ده په اړه د نورو کرکه او کینه له منځه وړي .
۵ ـــ تر ټولو تېروتونکي کسان هغه دي، چې د نورو عیبونه ویني .
۶ ـــ له رښتینې ایمان سره باید داسې اور شتون ولري، چې د بد ګومانۍ چټل خلي، بوټي وسوځوي او په ایرو یې بدل کړي .
۷ ـــ هغه څه چې خلک پوهوي د کتابونو لوستل نه، بلکې هغه څه دي چې زده کوي یې .
۸ ـــ ټول له نورو څخه د مینې تمه لري او ناخبره له دې چې دوی هم کولای شي، نورو ته د مینې سبب شي .
۹ ـــ د انسان په طبیعت او اخلاقو کې هېڅ داسې کمزورتیا او انحراف نه شته، چې په مناسبه روزنه سم نه شي .
۱۰ ـــ هغه افراطي کړه، وړه مو چې په ځوانۍ کې کړي دي، پور یې باید په زړښت کې پرې کړو، څه شی مو چې په ځوانۍ کې له بدن څخه لګولي دي، په زړښت کې یې هیله مه لرئ.
۱۱ ـــ بشر په معمول ډول د خپل سیرت پر بنسټ فکر کوي، د خپلې پوهې او رایجو عمومي افکارو پر اساس خبرې کوي، مګر عموماً د عادت پر مبنا عمل کوي .
۱۲ ـــ انسانیت حقیقت ته اړتیا لري .
۱۳ ـــ د بدو خبرو کوونکې خوله باید د خاموشۍ په وقار بنده کړو .
۱۴ ـــ د ژوند ستره موخه علم نه، بلکې عمل دی .
۱۵ ـــ د ژوند په نړۍ کې دومره بله ستره شرمنده ګي نه شته، لکه چې نور د انسان درواغ را لوڅ کړي .
۱۶ ـــ پیسې د کېمیاوي کود په څېر دي، تر هغه وخته چې په ځمکه کې نه وي خپور شوی ګټور نه دی .
۱۷ ـــ کله چې انسان مړ شي، په هماغه شېبه لویي تر لاسه کړي، د ده په وړاندې ټولې کینې او تربګنۍ له ده سره یوځای مړې شي، د نېکنومۍ دروازې یې په مخ پرانیستل شي او په داسې مقام کې کېني چې هېڅ ډول خطر یې نه ځوروي .
۱۸ ـــ دوستان د وخت غله دي .
۱۹ ـــ علم د حقیقت انځور دی .
۲۰ ـــ حسود درنښت نه لري .
۲۱ ـــ د ګرانښت فلسفه حقیقت لري، خو نه هغه مینه چې له یوه علم یا یو شان مسلک سره یې کوې .
۲۲ ـــ پوهه په یوازېتوب کې هم یو ستر ځواک دی .
۲۳ ـــ که چېرې غواړې چې د هیچا غلام نه شې، نو د هېڅ څیز مه غلامېږه .
۲۴ ـــ له ناروغۍ څخه بده یې د درملنې وسیله ده .
۲۵ ـــ ځینې کتابونه باید لږ وڅکل شي، ځینې سمدستي ترمرۍ تېر شي او ځینې په ډېر پام سره ورو ـــ ورو وژوول شي .
۲۶ ـــ څوک چې غوسه ناک او سخت طبیعته وي، مقام او منزلت به ولري، خو نېکمرغي نه لري .
۲۷ ـــ د خپلو دوستانو په وړاندې د خپل زړه غوټه پرانیستل دوه اغېزې لري : خوښي دوه برابره کوي او غم په دوه برخو وېشي .
۲۸ ـــ درواغ د بدمرغۍ او بېوزلۍ سر چینه ده .
۲۹ ـــ د یوه انسان بخت د هغه په خپلو لاسونو کې دی .
۳۰ ـــ څوک چې د ژوند په ارزښت نه پوهېږي، د هغه د لرلو حق او وړتیا نه لري .
۳۱ ـــ موږ باید د نېکمرغه اوسېدلو له پاره مناسب ځایونه را منځته کړو، نه دا چې د هغه په تمه شو .
۳۲ ـــ نا پوهانو ته خوښي لوړتیا ده .
۳۳ ـــ پوهه یانې ځواک .
۳۴ ـــ انسان نه شي کولای، چې په طبیعت امر وکړي، پرته له دې چې د لایزال قانون ومني، همدغه منل دي، چې طبیعت د انسان تابع دی .
۳۵ ـــ شعر د بشري پوهې یوه برخه ده .
۳۶ ـــ انسان ته نه ښایي چې د نفس د خوښۍ په بریا چې د لنډې مودې له پاره ور په برخه شوې ده وغولېږي، ځکه د انسان نفس کله، کلونه ـــ کلونه چپ او پرته له خوځښته پاتې کېږي او یو ناڅاپه د یوې وسوسې پر بنسټ را پارول کېږي .
۳۷ ـــ وجدان هغه غږ دی، چې خلک له بدو کړنو څخه را ګرځوي .
۳۸ ـــ څوک چې په هر کار کې د وجدان مني، نو هېڅکله به غمجن نه شي .
۳۹ ـــ پوهې ته وزرونه مه ورکوئ، یو څه سرپ ور پورې وتړئ .
۴۰ ـــ د دیني، ټولنیزو او ملي دندو له راغونډولو نه وجداني دنده را منځته کېږي .
۴۱ ـــ مطالعه انسان بشپړوي، مګر لیکل انسان ته ځرکتیا ور بښي .
۴۲ ـــ کله چې ناروغ یاست روغتیا ته او کله چې روغ اوسئ، نو ورزش ته ارزښت ورکړئ .
۴۳ ـــ په تیاره کې رنګونه له یو بل سره اختلاف نه لري .
۴۴ ـــ یوازې هیله بسنه نه کوي، بلکې خوځښت، زغم، فکر کول او توکل هم اړین دی .
۴۵ ـــ د خپلې هرشېبې افکار وساته، ځکه غیر ارادي افکار به دې د ارادي افکارو په پرتله څو څو ځله په درد وخوري .
۴۶ ـــ د سهار هیله ښېګڼه ده، مګر د ماښام هیله بد ګړه .
۴۷ ـــ بریا د هغو کسانو حق دی، چې له خپلو ماتو څخه یې درس اخیستی دی .
۴۸ ـــ کبرجن کور ته اور ور اچوي، ترڅو په لمبو کې یې د ځان د مړولو له پاره هګۍ پخې کړې .
۴۹ ـــ هغه څوک چې د خپل زړه غم خپل ملګري ته ووایي، نو د خپلې اندېښنې پېټی به سپک کړي .
۵۰ ـــ رښتینی ملګري هغه دی، چې په غم او ښادۍ کې مو شریک، نېکمرغۍ مو دوه چنده کړي او نیمې ستونزې مو په ځان ومني .