ولسي جرگه کې د کندز د خلکو استازې فاطمې عزيزي څرگنده کړې ده، چې کندز ښار کابو ټول کلابند دی، خو د حکومت له لوري کومه پاملرنه ورته نه کېږي.
آغلې عزيزي پر دولت او امنيتي ارگانونو غږ کړی، چې د دې ولايت امنیتي وضعیت ته پام وکړي.
فاطمه عزيزي کندز کې روان حالت يو ډول لوبه وبلله، هغې وويل، اوسمهال کندز ښار د طالبانو له خوا کلابند دی، خو مرسته نه کېږي: «دلته يو ډول لوبه روانه ده، ټولې لارې تړل شوې دي او وضعيت ډېر خراب دی».
طالبانو دوه ورځې وړاندې د کندز پر ښار او ټولو ولسواليو هممهاله بريدونه پيل کړل، هغوی پنځه ورځې مخکې د «عمري» په نامه د پسرلنيو عملياتو د پيل خبر ورکړ.
د کندز والي وايي، پر ښار د طالبانو بريد يې په شا تنبولي، خو پر ټولنيزو شبکو خپرو شويو وېډيو گانو کې څرگندېږي، چې لسگونه امنيتي ځواکونه طالبانو ته تسليمېږی او امنيتي مشران دولت د هغوی په نه ملاتړ تورنوي.
د ولسي جرگې مرستیال ظاهر قدير نن پر دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت پر عمومي رياست غږ وکړ، چې د کندز امنيت ته جدي پاملرنه وکړي، که نه په وينا يې: «درې واړه سکتورونه به د ولسي جرگې له توند غبرگون سره مخ شي».
په داسې حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت د کندز ښار حالت نورمال بولي، خو د ښار اوسېدونکي وايي، د ښار له څلورو خواو طالبان بريدونه کوي او پر مخ روان دي.
د کندز په روانه جگړه کې تر دې دمه د شاوخوا سل تنو ملکيانو، وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې خبر ورکړ شوی دی.