خبرونه

سیگار: د پنتاگون ۸۰۰ ملیونه ډالر په افغانستان کې برباد شوي

په افغانستان کې د امریکا له لوري د بیا رغونې د ارزونې اداره «سیگار» په خپل نوي خپاره کړي راپور کې وايي چې په افغانستان کې د پنتاگون ۸۰۰ ملیونه ډالر د سوداگرۍ او اقتصادي پراختیا په نامه برباد شوي دي.

د دې ادارې مشر «جان ساپکو» تېره ورځ د امریکا سنا ته خپله وینا کې وویل  چې د دې بربادۍ ډېری مواردو کې پنتاگون خپله مسوول دی نه د دې پروژو پرمخ وړونکي.

ساپکو بېړه، د پوهو کارکوونکو نه شتون او اداري فساد هم د بربادۍ له لاملونو څخه وگڼل. سیگار هر کال په افغانستان کې د امریکا له لوري په شوو مرستو کې د فساد په اړه راپور ورکوي.

Related Articles

Back to top button