وسله والو طالبانو تېره سې شنبه، د وري ۲۴مه تازه پسرلني عملیات اعلان کړل. طالبانو سږ کال پسرلني عملیات د خپل پخواني مشر او بنسټګر، ملا محمد عمر په نامه، «عمري» ونومول. طالبان په نویمو میلادي کلونو کې د ملا محمد عمر په مشرۍ توانېدلي وو چې د افغانستان کابو ۹۵سلنه خاوره ونیسي.
د پسرلینو عملیاتو له اعلان سره سم، طالبانو په کندوز، بغلان، جوزجان او کونړ په ګډون ځینو ولایتونو کې پر یو لړ یرغلیزو بریدونو لاس پورې کړ. د طالبانو د عملیاتو له اعلان سره سم، حکومت هم اعلان وکړ چې د طالبانو د ځپلو لپاره یې «شفق» عملیات اعلان کړي. خو تر دې دمه حکومت پر کوم پراخ یرغلیز برید لاس نه دی پورې کړی.
د پسرلنیو عملیاتو په لړ کې طالبانو د تېرې جمعې له سهار راهیسې د کندوز د ښار د شاوخوا ولسوالیو پر مرکزونو درانه بریدونه پیل کړل. طالبانو د جمعې په ماښام په خپله وروستۍ خبرپاڼه کې خبر ورکړ چې «له سهاره راهیسې د کندوز ولایت په چهاردره، قلعه زال، خان اباد، دشت ارچي، اما صاحب او علي اباد ولسوالیو مراکزو او امنیتي پوستو پراخ تعرضي عملیات پیل شوي دي».
طالبانو د تېر اوړي په وروستۍ میاشت، سپټمبر کې د دوو اوونیو لپاره د کندوز ښار ونیو. طالب جنګیالي هغه مهال له کندوز ښاره په شا شول چې امریکايي جنګي الوتکو پر ښار بریدونه پیل کړل. ویل کېږي طالبانو د کندوز په جګړه کې تلفات هم لیدلي وو.
طالبانو تېره سې شنبه، د نوو پسرلنیو عملیاتو د پیل خبرپاڼه کې «نوو نیول کېدونکو سیمو» ته په اشاره لیکلي وو: «د عمري عملیاتو په نتیجه کې چې کومې سیمې، کلي یا ښارونه د مجاهدینو تر واک لاندې راځي، اسلامي امارت یې د اوسېدونکو د سر او مال ساتنې ته ژمن دی او دا خپل مسوولیت بولي».
له بلې خوا د کندوز د پولیسو قومندان، جنرال قاسم جنګل باغ پرون رسنیو ته ویلي چې طالبان غواړي یو ځل بیا کندوز ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي. خو طالبانو تر دې دمه په زغرده نه دي ویلي چې د کندوز د نیولو پلان لري.
له کندوز څخه ننني راپورونه وايي چې طالب جنګیالي کندوز ښار ته څېرمه په جګړه بوخت دي. د کندوز سیمه ییزو چارواکیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ملي دفاع وزارت ورسره د مرستو ژمنه کړې؛ خو تر اوسه مرستې نه دي رسېدلي.
د مرستو او تجهیزاتو نه رسېدل د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو له همېشنیو شکایتونو څخه دي. تر اوسه مرکزي حکومت او د ملي دفاع وزارت په کندوز کې د مېشتو امنیتي ځواکونو د ستونزو په باب څه نه دي ویلي.
د طالبانو له لورې د جګړې له شدت څخه داسې برېښي چې هڅه کوي یو خل بیا کندوز ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي.