شعر

غزل / سید شاه سعود

نظر مې تا نه پسته هیڅ چا ته کتل نه غواړي
په مخ د خلکو نور مخونه پیژندل نه غواړي

دغې سنځلې سره مونږه ماشومتوب تیر کړی
په پاکه مزکه راپریوتې دي مینځل نه غواړي

زه به د زخم د ګنډلو ورته څه وایمه
دا خو ګلاب هم په لاسونو کې نیول نه غواړي

دغه سړی په جوارۍ کې جادوګر یادیږي
له تا یې ښه زده مګر تا نه یې ګټل نه غواړي

څوک رانه ورک شي څوک رنځوره شي کفن واغوندي
پردي مې ژوند خوشحاله غواړي زما خپل نه غواړي

مانا یې بله وي مطلب یې بل مقصد یې بل وي
سعوده ټکي دې څوک ځکه اوریدل نه غواړي
______________________________
سید شاه سعود

Related Articles

Back to top button