ګارډين:ترکيې ته د سعودي پاچا مهم سفر په مهم وخت کې
گارډين برتانوي ورځپاڼې په خپله تازه گڼه کې ترکيې ته د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د سفر په اړه ليکلي، چې د نوموړي سفر او د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوگان له لوري د نوموړي بې ساري هرکلی د دواړو هېوادونو د ښوو او نوو اړيکو نمونه بلل کيږي.
د مقالې ليکوال سيمون ټيسدال ليکلي، چې اردوگان او سلمان په گڼو چارو کې يو نظر لري او تر ټولو مهم يووالی يې د بشارالاسد د نسکورلو فکر دی، همدا رنگه په سوريه او عراق کې د ترهگرۍ پر ضد يو ډول فکر او کړنلاره لري.
سعودي عربستان له دې وړاندې د ترکيې سويل انجرليک هوايي ډگر ته خپلې جنگي الوتکې لېږلي، چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد هوايي عملياتو کې برخه واخلي او داسې څرگندونې يې هم کړي، چې سوريې ته به خپل ځمکني پوځيان هم ولېږي.
ليکوال زياتوي، چې ترکي ولسمشر تر ډېره د سعودي له کړنلارې او فکر سره همغږی دی، د ايران د توکميز پراختيايي فکر پر وړانډې د سعودي او ترکيې دريځ يو دی، اردوگان په ايران کې د سنيانو د پرله پسې اعدام حکمونه غندلي، مگر په سعودي کې يې د اعدام حکمونو په اړه څه نه دي ويلي، چې يوازې تېر کال راهيسې يې ۴۷ کسان اعدام کړي دي او په دغو کسانو کې ايران پلوی شيعه ملا نمر باقر النمر هم شامل و.
د ليکوال په وينا، څرنگه، چې دواړه سني مشران د سيمې په اړه يوه ستراتيژي او سياست لري، همدا رنگه د اروپايي او امريکايي بشري ټولنو او سياسي چارواکو له لوري د نيوکو لاندې دي، چې واک کې انحصار خوښي دي، د بشري حقونو سپکاوی کوي، په عين حال کې اردوگان پر اروپايي هېوادونو تور لگوي، چې د پناه غوښتونکو په اړه له خپل مسووليته «پښې وباسي»
«د دواړو چارواکو په وينا امريکايي قيادت د ايران پر وړاندې کمزوری دريځ غوره کړی، د ايران او امريکا ترمنځ اتومي تړون د دې لامل شو، چې دواړه هېوادونه د خپلو غربي ايتلافيانو په اړه له احتياطه کار واخلي او ورو ورو ترې په شا شي.»
د ليکوال په وينا سلمان بن عبدالعزيز هڅه کوي، چې سني هېوادونه د خپلې مشرۍ لاندې سره راټول کړي او له مخې يې د سيمې ټولې ستونزې په گډه سره وڅېړي. د دغو هڅو په ترڅ کې ملک سلمان غواړي، چې د ترکي ولسمشر اردوگان او د هغه د مصري سيال عبدالفتاح السيسي ترمنځ هم روغه وکړي.
اردوگان ټينگار کوي، چې د سعودي پاچا د وړانديز په مقابل کې بايد سيسي د مرسي او د هغه د ملگرو د اعدام پرېکړه بېرته واخلي.
گارډين د سيمه ييزو چارو د شنونکي نواري ميريټ له قوله ليکلي، چې د عثماني امپراتورۍ له نسکورېدو وروسته د ترکيې اوسنی حکومت هڅه کوي، چې د عثماني امپراتورۍ په څېر فعاليت وکړي او د غه کړنې يې د غربي څارونکو په اند «د خودخواهۍ او سخت دريځۍ» هڅې دي.