خبرونهسلايډ

دفاع وزارت: طالبانو ته به غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړو

د دفاع وزارت په خپله انټرټي پاڼه کې ویلي چې د جگړې په میدان کې به طالبانو ته غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړي. د ملي دفاع وزارت دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې چې تېره اوونۍ طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دوی پسرلني عملیات به د حمل د میاشتې له ۲۴ څخه د هېوادو په ټولو برخو کې پيل شي. د طالبانو د علاميې له مخې د دې عملیاتو نوم عمري دی او تهاجمي شکل به لري. د دې عملیاتو له مخې به دوی کوښښ کوي چې تر خپل واک لاندې سیمې پراخې کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه‌حسین مرتضوي د دې اعلامیې په غبرگون کې ویلي چې دا یوازې د رعب ډېرولو لپاره تبلیغات کوي. د مرتضوي په وینا د افغانستان حکومت د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو د جگړې په میدان کې به دوی طالبانو ته ځواب ورکړي.

د ملي یووالي حکومت ډېری مشران په دې نظر دي چې د طالبانو عمري عملیات یوازې پروپاگند او یوه رسنیزه وینا ده چې دوی نه شي کولی دېته عملي بڼه ورکړي.

طالب جنگیالي هر کال د پسرلي له پیل سره خپل عملیات پیلوي چې د ژمي تر راتلو پورې دوام مومي.

 

 

Related Articles

Back to top button