غير مصنف

«داعش پلوو وسله‌والو د طالبانو له مشر سره بیعت کړی»

د هېواد ختيځ کې د داعش ډلې اړوند قوماندانو د طالبانو له مشر، ملا اختر محمد منصور سره بيعت وکړ.

د مولوي محمد ادريس سيرت په نوم د د اعش ډلې له لوري د «خراسان د مرکزي شورا غړي» او د احتساب ادارې مرستيال د لسگونو قوماندانو په مشرۍ د طالبانو مشر سره بيعت اعلان کړ.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه بيعت متن هم راغلی دی.
پخلا شوو طالبانو په خپله بيعت‌پاڼه کې داعش سره د يو ځای کېدو او بېرته جلا کېدو لاملونه هم په گوته کړي دي.

بيعت پاڼه کې راغلي، چې د دوی په گومان ځينو ستونزو او د ملگرو ترمنځ بې باوري او لرې والی د دې لامل شو، چې د طالبانو له ډلې د داعش ليکو ته ورشي، مگر د داعش د «ناڅرگندې کړنلارې» او د «ولسي افغانانو د بې درېغه وژلو، ځورولو او د ولسي ټولگټو پروژو د مخنيوي او له منځه وړلو، چور او تا لان له امله» دوی اړ شول، چې د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي.

په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «په دغسې يو اندېښمن حالت کې د اسلامي امارت د ځينو مخلصو دوستانو په منځگړيتوب د مثبتو مذاکراتو په پايله کې د افغانستان اسلامي امارت له نوي زعيم امير المومنين ملا اختر محمد منصور سره خپل بيعت، هر اړخيزه همکاري او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او درناوی د زړه له کومي اعلانوو.»

د مولوي محمد ادريس سيرت په مشرۍ د طالبانو ليکو ته د ورغلو کسانو نومونه په لاندې ډول یاد شوي:

قاضي سيد احمد د داعش له لوري د خراسان قاضي؛
عصمت د خراسان د مرکزي شورا پخوانی غړی او د اسرارو مسوول او ډلگۍ مشر؛
ډاکتر ياسر حنفي ډلګۍ مشر؛
مولوي ابو حامد ډلګۍ مشر او د خوږياڼو مسوول؛
مولوي عبدالحسيب سرګروپ او د ده بالا قاضي؛
محمد زمان عباس ډلگۍ مشر؛
قاري نصرت ډلگۍ مشر او لسگونه نور قوماندان د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.

د داعش اړوند ځینې قومندانان داسې مهال د طالبانو له مشر څخه خپل ملاتړ علانوي، چې تېره اوونۍ د طالبانو د نظامي کمېسیون پخواني مشر، عبدالقیوم ذاکر هم له اختر محمد منصور سره خپل بیعت اعلان کړ.

د پېښو د څارونکو له نظره، طالبانو وکولی شول چې د پاشلتیا مخه ونیسي. طالبان داسې مهال راټولېږي، چې سږ کال اوړی د سختو جګړو وړاندوینه کېږي.

Related Articles

Back to top button