د امريکا د مشهور خبري اژانس سي ان ان د راپور له مخې د افغانستان د ملي اردو له ليکو د تښتېدونکو سرتېرو شمېر له هغو سرتېرو ډېر دی، چې د جگړې په ډگر کې مرگ ژوبله ور اوړي.
راپور کې د اردو له ليکو له جلا شوي يو تن سره خبرې شوي، چې وروسته طالبانو ته ورغلی، نوموړي ويلي، د عسکرۍ پر مهال ورته هيڅ پاملرنه نه کېده، خو طالبان ورسره د مېلمه په څېر چلن کوي.
دغه عسکر زياته کړې: «اتلس مياشتې مې زده کړه وکړه او سوگند مې پورته کړ، چې د هيواد چوپړ به کوم، خو حالات بدل شوي دي، ملي اردو موږ پرېښودو او مجبور شو د طالبانو ليکو ته ورشو، دوی موږ سره د مېلمنو په څېر چلن کوي».
دغه تن وايي، له دې امله يې خپله دنده خوشې کړه، «چې د ملگرو جسدونه او ټپيان يې مرکز کې پراته وو او چا يې روغتون ته د وړلو غم نه خوړ».
مخکې په دې اړه په نړيوالو راپورونو کې څرگنده شوې وه، چې زرگونه کسان هر کال د افغانستان د ملي اردو او پوليسو له ليکو وځي او يوه ستره برخه يې د دولت د مخالفينو ليکو ته ورگډېږي.
د ملي اردو او پوليسو له ليکو د سرتېرو او پوليسو د تېښتې لاملونه، هغوی ته د لوړپوړو چارواکو نه پاملرنه، په مياشتو مياشتو د معاشونو ځنډېدل، کافي وسلې او مهمات نه ور رسېدل او… په گوته شوي دي.
د ملي اردو له ليکو ځينو جلا شويو وگړو ويلي، بيا بيا داسې شوي، چې د دولت د نه پاملرنې او نه ملاتړ له امله سيمې خوشې کړو او طالبان هلته ولکه ټينگه کړي. په تېر نږدې وخت کې گڼې داسې پېښې رامنځته شوې، چې په کې لسگونو د ملي اردو سرتېرو او ملي او سيمهييزو پوليسو خپلې دندې خوشې کړې او د دولت وسله والو مخالفينو سره يو ځای شول.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو لا د سي ان ان د دغه راپور په غبرگون کې څه نه دي ويلي.