د ډاکټر عبدالله او جان کیري د ملاقات غورچاڼ
وخت، ۲۱حمل
ځای: قصر سپیدار
عبدالله: د ولسمشر غني ډله د سیاسي تفاهنامې له تعهداتو سرغړونې کوي
جان کیری: مثلا
عبدالله: مثالونه یې ډیر دي. که ستاسې اجازه وي زه یې ځینې موارد یادوم.
کیري: مهرباني وکړئ، زه یې اورم
عبدالله: مننه کوم.
لومړی، د تفاهمنامې پر اساس، د دولت د رییس او اجرائیوي رییس ترمنځ روابط نه دي تعریف شوي. د تفاهنامې په دې برخه کې ابهام دی او ولسمشر هم له دې ابهام نه سوء استفاده کوي. سیاسي مشارکت تر ډیره یو اړخیز او د ولسمشر د تعریف پر اساس دی.
د جمهوري ریاست د فرمان پر اساس د اساسي قانون د ۶۰مې، ۶۴مې ، ۷۱ او ۷۷مې مادې پراساس باید اجرائیه رییس له ولسمشر سره په تصمیم نیوونکو جلساتو کې شریک وي، خو ولسمشر په دغو تعهداتو عمل نه دی کړی. د اصلاحاتو په برخه یې احمدضیا مسعود ته سپارلې، چې له بده مرغه هغه خپله د کابل بانک او د مرغانو د ښکار په مسالو کې بوخت دی. په تعییناتو او ګومارنو او انفکاک کې زموږ مشورو ته غوږ نه ږدي. د توافق پر اساس زه د امنیت شورا غړی یم، خو هلته ټول واک او صلاحیت د اتمر صیب دی.
کیري: پوهیږم. له اداري فساد سره مبارزه او انتخاباتي اصلاحات ستاسې کاري لومړیتوبونه دي. موږ په دې برخه کې ستاسې ملاتړ کوو.
عبدالله: مننه، متحده ایالاتو تل زموږ ملاتړ کړی. موږ له امریکا سره په ګډ کار او اصلاحاتو راوستلو کې متعهد یو.
کیري: تاسې، چې کومې مسالې یادې کړې، په دې مسایلو زه له ولسمشر سره هم غږیدلی یم. دا ښاغلي سفیر مکینلی هم له ما سره شریک کړي
عبدالله: له سفیر صیب منندوی یم. ځینې نور مسایل هم باید یاد کړم.
کیري: هوکې، زه د همدې لپاره کابل کې یم
عبدالله: ستاسې د لطف او همکاریو منندوی یو. زموږ د توافقنامې درېیمه برخه ټینګار لري، چې په امنیتي ادارو کې به تقرر د مساواتو پر اساس وي. خو ولسمشر ټینګار لري، چې ملي امنیت او دفاع وزارتونو ته خپل کسان راولي. اوباما له موږ سره په ویډیو کنفرانس کې وویل، چې ژر انتخاباتي مشکل حل کړو او امنیتي سکتور ته نوماندان وټاکو، خو پر وزارتونو او ریاستونو د اختلاف له امله امنیتي سکتور لا هم سرپرستان اداره کوي.
کیري: ولسمشر شکایت لري، چې ددوی ددرې نوماندان ستاسې په هڅونه په ولسي جرګه کې رد شوي دي.
عبدالله: نه داسې نه ده. زه دده کس په پارلمان کې کامیاب کړم، خو دی زما د نوماندانو د ناکامولو کوښښ کوي
کیري: ولې پرون خو ستاسې کس د کورنیو چارو وزیر شوی
عبدالله: دا یې هم د خپل څارنوال لپاره کړی.
کیري: دا خو جدي مشکل دی. دا باید تاسې خپلو کې سره حل کړئ. واردمخه پرې همغږي وکړئ او بیا یې پارلمان ته ولیږئ.
عبدالله: اوس همداسې کوو.
ددې ترڅنګ په امنیت شورا کې مو سهم مساوي نه دی. په سیاسي تفاهنامه کې پر دې توافق شوی دی. د اپوزیسیون په تړاو د ۱۳۹۳کال د اسد د ۱۷مې نیټې ګډه اعلامیه تراوسه نه ده عملي شوې. باید ولسمشر فرمان ورکړی وای او اپوزیسیون موږ ته راکړل شوی وای، خو اوس موږ هغه شرایط له لاسه ور کړي، ځکه د اپوزیسیون لپاره وړ شرایط نه لرو. په انتخاباتي اصلاحاتو کې هم پوره جنجالونه لرو. اساسي تغییرات نه دی راغلي. کمیسیون ټاکل شوی، خو کار ته یې څوک نه پریږدي. د ۲۰۱۵ کال پارلماني انتخابات هم پاتې شول. اوس یې د ټولنیزو شبکو او رسنیو او شوراګانو له لارې دا تبلیغات پیل کړي، چې د اجرائیه ریاست پوسټ نور ختم دی او اعتبار نه لري.
کیري: ماخو نن اعلان وکړ، موده مې یې پنځه کاله نوره هم وغځوله. څه وخت وروسته به ولسمشر غني فرمان ور کړي او ستاسې پوسټ به وغځیږي.
عبدالله: زه پوره باوري نه یم. ولسمشر غني د حنیف اتمر او نورو ډلو تر اغیز لاندې دی. په واشنګټن کې ستاسې دریځ هم هغوی ته ډیر جرات ورکړی.
کیري: موږ باید یو توازن وساتو. دا د شرایطو غوښتنه ده. ولسمشر له موږ سره په مشوره کار کوي. تاسې هم باید د متحده ایالاتو د سیاست نبض درک کړئ. موږ نه غواړو، چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې افغانستان له سیاسي کړکیچ سره مخ شي. ولسمشر به پنځه کاله خپل وخت پوره کوي او تاسې به دده همکار وئ.
عبدالله: په تفاهمنامه کې د اجرایي صدراعظم پر سر توافق شوی. که لویه جرګه راونه غوښتل شي، دغه توافقات څنګه عملي کیدای شي. ما له خلکو سره ژمنه کړې، که دغسې ونه شي، زه په خلکو کې خپل سیاسي ملاتړ له لاسه ورکوم. همدا اوس عطامحمد نور او د جمعیت ګوند نور مشران له مانه ورو ورو فاصله اخلي.
کیري: سیاسي تفاهمنامه له بحران نه د وتلو یوه موقتي لاره وه. په اوسنیو شرایطو کې یې بشپړ عملي کول ناشوني دي، خو تر کومه حده چې ممکنه وي، عملي کیږي به. د خپلو ملاتړو د له لاسه ورکولو په تړاو ستاسې اندېښنې پرځای دي، خو هغوی ته باید په حکومت کې ځای ورکړای شي او پرېنښودل شي، چې د کرزي پر شاوخوا راټول شي. لویه جرګه په اوسنیو شرایطو کې ناشونې ده. موږ ته به یې کنټرول کول سخت وي. کیدای شي نتایج یې زموږ او تاسې د هیلو او تمې برعکس وي. په دې توګه تر ټولو غوره لاره د ولسمشر غني فرمان دی، چې د اجرائیه ریاست پوسټ وغځوي او ستاسې اندېښنې هم رفع کړي.
عبدالله: دا فرمان به څه وخت او څنګه ور کوي؟
کیري: ما په خپل کنفرانس کې وویل. ولسمشر ته مو ویلي، چې څه ډول دا مشکل په ارامه حل کړي.
عبدالله: زه مطمین نه یم، چې د ملي یووالي حکومت راتلونکې به څنګه وي. دلته ځینې نورې ډلې هم دا ادعا لري، چې د امریکا ملاتړ لري، موقت حکومت او ژر ترسره کیدونکي انتخابات غواړي.
کیري: زه له تاسې سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د اوباما د استازي په توګه غږیږم. زموږ رسمي دریځ همدا دی، چې زه یې وایم، خو په دې کې شک نشته، چې که حکومت بریالی نه وي او وضعیت په همدې ډول روان وي، دا ډول تحرکات به حتمي وي.
عبدالله: ( په موسکا) یانې د موقت حکومت او ژر ترسره کیدونکو انتخاباتو امکان شته دی.
کیري: نه زما د خبرو هدف دا نه دی. زموږ دریځ دادی، چې موږ د ملي یووالي حکومت ملاتړ کوو، خو حکومت باید ولسي او نړیوال اعتماد ترلاسه کړي. که دا نه وي، راتلونکی مزل به ډیر اسانه نه وي.
کیري: ماته سفیر مایکل مکینلی وویل، چې ستاسې ترمنځ لفظي مشاجره شوې او اړیکې مو خرابې شوې دي؟
عبدالله: نه داسې نه ده، کله کله پر کاري مسایلو ناندرۍ کیږي، خو روابط مو ښه دي
کیري: ( په خندا)، تاسې ورته ویلي، چې دا حکومت ستاسې په زور راغلی
عبدالله: (هاها)، ما فکر نه کاوه، چې ولسمشر غني دې دا خبره هم تاسې ته کړې وي. خو ده هم جدي راته وویل، چې حکومت د بي پنجاه و دو په زور راغلی.
کیري: زه ستاسې ترمنځ منځګړی وم، اوس هم ستاسې د اختلاف د حل په خاطر دلته یم. که ستاسې ترمنځ روابط خرابیږي، د ښاغلي سفیر له لارې موږ ته خبر راکوئ. خو هیله من یم، چې زما راتګ ته نور اړتیا پېښه نه شي. په دې سره د حکومت مشروعیت لا هم خرابیدای شي