ناکام سیاستوال، که ښه لیکوال: ایا مذاکرات به پایله ورکړي؟
امان الله ایمان
له شخصي پلوه حکمتیار صیب ته زیات احترام لرم او په ځانګړې توګه پوهې او لیکوالۍ ته یې سل میتره سلام کوم، د قلم یې مینه وال یم. راغله خبره د سیاست او مذاکراتو په اړه:
حکمتیار صیب ددې وطن یو مخور او مشر دی، راتګ یې د ولس په نیکمرغۍ دی، او دا ځل ښکاري چې له قوي سیاسي ظرافت څخه یې کار اخستی، چې حتی د مذاکراتو د بریا د ښه نیت په موخه یې، د بهرنيو ځواکونو وتلو له شرط هم تیر شوی، په دغسې منعطف دریځ کې که بیا هم د دولت له لوري دا پروسه داسې ګونګه او له ناکامۍ سره مخ کیږي، ولس ته به هرڅه واضح وي چې امریکا په رښتیا په سیمه کې نورې سترې پروژې لري او ددغه پروژو لپاره اړه ده چې د افغانانو وینې پکې د تیلو په څیر د ماشین د چلولو لپاره وبهوي، او د جګړې اور همداسې ژبغړاند وساتي- ددې کار د بقا لپاره یې څو لنډغر په دې جعلي حاکمیت کې کرایه کړي دي.
له اوسني ناورین او مذاکراتو پرته، حکمتیار په تیر ۴۰ کلن سیاست کې هغه انعطاف ناپذیره سیاستوال وو، چې پایله یې تر ننه دده پر ضد او ماتې خوړل دي.
پر دې هیڅوک سترګې نشي پټولی او تاریخ شاهد دی چې د حکمتیار تر مشرۍ لاندې حزب په افغان – روس جهاد کې ۵۰-۶۰ سلنه ونډه درلوده، او د غرب په همدومره پیمانه مرستې هم دغه حزب تر لاسه کولې، له همدې کبله – حکمتیار په جهاد کې د اکثریت رول درلود، او له بریا وروسته، د ځینو ملحوظاتو له کبله نړیوال تصمیم دا و چې دغه حزب باید ټوټه ټوټه شي لکه چې شو، دا چې له بریا وروسته نړیوال تصمیم د حکمتیار د حزب په ضد و، په هغه کې هم د نوموړي ناانعطاف پذیره دریځ تر ډیره رول درلود، سره له دې چې کله کله یې بیا دومره انعطاف ښودلی چې نوموړی یې د خپل تاریخ پر وړاندې حتی مسوول راوستلی دی، د خپلې مدعی د اثبات لپاره په لاندې دوه بیلګو بسنه کوو:
اول: سره له دې چې نوموړی پر دې ډاډه او تر بل هر چا ښه خبر وو چې د روس پر وړاندې جهاد له مالي او تسلیحاتي پلوه د غرب له خوا تغذیه کیده، خو له بریا وروسته د امریکا د ولسمشر بلنه او لیدنه نوموړي رد او نور ټول رهبران د سپینې ماڼۍ میلمانه شول، ماته په سیاست کې د نوموړي دغه بلنه نه منل تر ټولو ستره سیاسي ماته ده، زه سوال کوم؟ که دې بلنه نه منله نو د هغوی په مرستې او وسلې دې بیا ولې منلې چې تر ټولو ډیرې هم ستا حزب تر لاسه کولې؟؟ او که دې د سپینې ماڼۍ د بلنې په نه منلو دې غوښتل څه ثابت کړې؟ ځکه د بلنې منل او نه منل دومره مهم نه و، مهم دا و چې دا جهاد سر تر نوکه چې ته هم پکې شامل وې، همدغې امریکا تغذيه کړی و، په منلو دې ګټلی قدرت۴۰ کاله له لاسه لاړ!
دوهم: د جهاد له بریا وروسته بیا هم نوموړی په جهادي موډ کې په ډیر ماهرانه توګه د سیاست له ډګره د خپلو حریفانو( ټلوالې) له خوا اوټ شو، سره له دې چې که د جهاد اکثریت فشار په حزب و نو د قدرت اکثریت هم باید حزب ته ورکړل شوی وای، نوموړي ته د ډاکټر نجیب د ډلې له لوري د ځینو ډیرو عادي شرایطو په مقابل کې د واک د تسلیمۍ خبره شوې وه، خو نوموړي له دې موقع د یوه ښه سیاستمدار په توګه استفاده ونشو کړلی او هماغه وو، چې د ډاکټر نجیب په اردو کې ځینو کسانو( بابه جان، جنرال نبي عظیمي، او اصف دلاور) د نوموړي له سرسختو حریفانو سره اړیکې ټینګې او واک یې عملا د هغه حریفانو ته وسپاره ، په داسې حال کې بله ورځ یې بیا له تڼي غوندې سړي سره هم د واک لپاره د کودتا طرحې لیکلې!!
ماته پاس دواړه د تاریخ هغه بیلګې دي چې حکمتیار پکې د یو ناکام سیاستوال په رول کې راڅرګند شوی دی او ښايي د ۴۰ کلنې سیاسې ماتې تر ټولو مهم لاملونه یې همدا پاسني وي.
اوس یې د خدای راولي، په مذاکراتو کې منعطف دریځ یې واقعا د ستايلو دی.
وسلام