د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملي يووالي حکومت بنسټګر، جان کېري له څه کم دوو کلونو وروسته کابل ته راځي. کېري د ۲۰۱۴م کال په اګسټ او سپټمبر میاشتو کې د ټاکنیزو ناندریو د اواري په موخه سفرونه وکړل چې په پای کې يې د دواړو نوماندو په ګډون د «ملي يووالي» حکومت د بنسټ ډبره کېښوده.
د ملي يووالي حکومت له رامنځ ته کېدو راهیسې، ډېر وخت د دواړو مشرانو ترمنځ په خپلمنځيو ناندریو کې تېر شو. په تېرو دوو کلونو کې د کاریګرو تېښته، د پانګو وېستل، د ناامنیو پراختیا او اداري فساد د ملي يووالي حکومت له عمده ستونزو څخه ګڼل کېږي.
جان کېري په خپل ننني سفر کې د ملي يووالي حکومت له دواړو مشرانو او د بهرنیو چارو له وزیر سره ناستې لرلې. کېري وویل: «د افغانستان او امریکا خبرې مرسته کوي چې موږ مخ پر وړاندې لاړشو او امریکا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي».
کېري وویل، افغانستان په ډېرو برخو کې پرمختګ کړی او «په دې پرمختګ کې موږ ورسره ملګري یو».
جان کېري وویل، چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت عمر پنځه کاله دی. کېري وايي، هغه هوکړه لیک چې پر بنسټ یې د ملي يووالي حکومت رامنځ ته شو، د حکومت د کار د پای لپاره یې کومه نېټه نه ده ټاکلې.
د جان کېرې له دې پرېکړې سره هغه ګنګوسې رد شوې چې ګواکې له دوو کلونو وروسته د ملي يووالي حکومت د مشروعیت له کړکېچ سره مخ کېده.
جان کېري چې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په ګډه خبري ناسته کې ګډون درلود وویل: «په دغه هوکړهلیک کې د ملي يووالي حکومت د کار د پای لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې».
د هغه هوکړهلیک پر بنسټ چې د ۲۰۱۴م کال د ټاکنو له لانجمنېدو وروسته د کېري په منځګړیتوب او د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني ترمنځ لاسلیک شو، باید د دوو کلونو په اوږدو کې لویه جرګه رابلل شوې وای او د اجراییه رياست څوکۍ به پر لومړي وزارت بدله شوې وای.
خو ښاغلی کېري وویل، چې د حکومت د کار موده پنځه کاله ده او په هوکړهلیک کې ویل شوي چې د دوو کلونو په اوږدو کې به هڅه وشي چې لویه جرګه راوغوښتل شي. د ده په وینا د لویې جرګې راغوښتل د ملي يووالي حکومت د کار د پای په معنا نه ده.
جان کېري وویل، چې ډاډه دی د ملي يووالي حکومت مشران به په «مناسب وخت» کې لویه جرګه راوغواړي. کېري ونه ویل، چې د جرګې راغوښتلو لپاره کوم وخت مناسب دی.
جان کېري همداراز له وسلهوالو طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني او جګړې ته د پای ټکی کېږي.