افغانستانسلايډ

بدخشان: طالبانو له خلکو غوښتي خپل بچي ښوونځيو ته واستوي

وسله والو طالبانو بدخشان کې له خلکو غوښتي، چې خپل بچي ښوونځيو ته د زده‌کړو لپاره واستوي. هغوی دغه غوښتنه د نوي درسي کال د پيل په مناسبت مراسمو کې کړې ده.

طالبانو د نوي درسي کال د پيل له مراسمو وروسته سيمه کې اعلاميه خپره کړې، چې په کې يې پر خلکو غږ کړی، خپل کوچنيان ښوونځيو ته ولېږي.

د بدخشان د ولايتي شورا يوه غړي عبد الله ناجي نظري رسنيو ته ويلي: «د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې د ښوونځيو دروازې د هلکانو او نجونو پر مخ پرانيستې دي».

نوموړي زياته کړې ده: «طالبانو د قاري حبيب الله په نوم يو تن هلته د ښوونې او روزنې مسوول ټاکلی او د خپلې ولکې لاندې سيمو کې د زده‌کړو بهير څاري».

د بدخشان د پوليسو امنتي امر سخي داد خان بيا وايي، طالبان غواړي له دې لارې زده‌ کوونکو ته خپل توند افکار پيچکاري کړي، خو د ولايتي شورا غړی عبد الله ناجي وايي، «هغوی هلته په درسي مضامينو کې کوم بدلون نه دی رامنځته کړی».

د يادونې ده، چې طالبانو له دې وړاندې، پکتيا، پکتيکا، لوگر او نورو ولايتونو کې هم له خلکو ورته غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د هيواد له ډېری ولايتونو، په ځانگړې توگه له کليوالو او لرو پرتو سيمو شکايتونه راځي، چې دولت هلته ښوونځيو او د کوچنيانو زده‌کړو ته کومه پاملرنه نه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button