افغانستانانځورسلايډ

د بشیر احمد ریان یادغونډه او د ژورنالستانو غوښتنې

تېره ورځ د اپريل په شپږمه کابل مېشتي لیکوالان، مدني فعالان او ژورنالستانو په کندهار کې د شهید بشیر احمد ریان یادغونډه د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت کې جوړه کړې وه. د غونډې برخه‌والو د جگړې ضد ځوانانو تر نامه لاندې له وحدت ملي حکومت څخه لاندې غوښتنې وکړې:
۱- د بیان ازادۍ ته دې د قوانینو په چوکاټ کې احترام وشي، په لیکوالانو او خبریالانو د بېځایه محدودیتونه پورته کړل شي.
۲- تعلیمي مراکز دې د سیاستونو قرباني کېږي نه، په علمي مراکزو کې د زده کوونکو او محصلینو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وشي.
۳- پرته له جرم او محکمې دې د ځوانانو، زده کوونکو او محصلینو د شکنجو او وژنو مخنیوی وشي.
۴- شخصي زندانونه او صحرایي محاکم دې فوراََ بند شي.
۵- د بشر د حقوقو په درناوي دې د افغانستان د بشري حقونو کمېسون د شهید بشیر احمد “ریان” قضیه په بې پرې ډول وڅېړي او نتایج دې د افغان ولس سره شریک کړي.
۶- افغان حکومت دې د بشیر احمد “ریان” د قضې څېړلو لپاره بې طرفه هیئت وټاکي او تر څېړنو وروسته د مجرمینو ته سخته سزا ورکړي.
۷- د کندهار پوهنتون دې د بشیر احمد ریان د قضیې اړوند سپیناوی وړاندې کړي چې ولې یې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې د هغه د خلاصون له پاره هلې ځلې ندي کړي.
۸- د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د خبریالانو او لیکوالانو د ژوند د خوندیتوب او حقوقو دفاع وکړي، او د بشیر احمد “ریان” قضیه دې ګونګه نه پرېږدي.
په دې طمع چې د جګړې ښکېل لوري او په ځانګړي ډول وسلوال طالبان او افغان حکومت دې د بیان ازادي او د تعلیمي مراکزو خوندیتوب له خپلو دندو څخه وګڼي.
درنښت
بشیر احمد ریان چې د کندهار پوهنتون د دري ادبیاتو محصل وو د کندهار د پولیسو له لوري نیول شوې او له تعذیبه وروسته وژل شوی وو. چې د دوي له دې کړنې سره یې د افغان ځوانانو غوصه راوپاروله او د ده د وژلو په اړه یې د معلوماتو غوښتنه وکړه.

kabul press club (1)

kabul press club (8)

kabul press club (7)

kabul press club (6)

kabul press club (5)

kabul press club (4)

kabul press club (3)

kabul press club (2)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button