سلايډسيمه او نړۍ

ترکمنستان: فحشا او نشو اېډز اوج ته رسولی

ترکمنستان د يوه نوي تصويب کړي قانون له مخې پر خپلو هيوادوالو لازمي کړه، چې له واده وړاندې د ايډز ناروغۍ ازموينه وکړي.

د ترکمنستان دولتي رسنيو په دې اړه خبر ورکړی دی.

د ترکمنستان چارواکو منلې، چې د ايډز د لا خپرېدو د مخنيوي په پار يې دا پرېکړه کړې ده. هغوي پخوا په دې اړه نړيوالې اندېښنې ردولې.

ترکمن چارواکو پر هيوادوالو غږ کړی، چې قانون دې له تصويب سره سم پلي کړای شي.

دغه چارواکي هيواد کې په ستره کچه د اېډز د خپرېدا لامل فحشا او له افغانستانه قاچاق شوي تزريقي نشه يي توکي بولي، هغوی وايي، په اېچ آی وي يا اېډز د اخته وگړو شمېر په بې ساري ډول ډېر شوی دی.

ترکمنستان ټول شا وخوا پينځه مليونه نفوس لري، له دې وروسته بايد ټول واده کوونکي کسان او هغه خلک چې نورو ته وينه ورکوي، د دې ناروغۍ ازموينه وکړي. چارواکو خلکو ته ډاډ ورکړی، چې له ازموينې وروسته به د ککړو کسانو هويت خوندي وي او په وړيا ډول به يې د درملنې هڅه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button